د میوند اتلان د افغانستان فوټبال فدراسیون کې، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۴ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د سیمرغ البرز لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې د بریا سره، نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. دا د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو لسمه سیالۍ وه. 

تر دې دمه پورې، دواړو لوبډلو درې امتیازونه ترلاسه کړي وه، له همدې کبله د نن ورځې سیالي کې بریا د میوند اتلان او همدارنګه د سیمرغ البرز لپاره اړینه وه. مګر که څه هم د لومړۍ نیمې پیلني شېبو کې لوبه ډېره کراره وه، د میوند اتلان لوبډلې د خپل سیال پر وړاندې د ګولونو توپیر له امله زیاتره اندېښنه درلوده، او په داسې حال کې چې خپله دفاعي کرښه یې هم پیاوړې ساتلې وه، د پرلپسې یرغل تلن‎لارې سره یې لوبه پیل کړه او د سیمرغ ضد بریدونه یې هم په ښه توګه خنثی کړل. 

د میوند اتلان هڅو ډېر ژر مثبته پایله وړاندې کړه. عبدالواحد نورزي د خپل سیال په میدان کې د یو پاس ترلاسه کونې سره او په غوره توګه د سیمرغ البرز د یو دفاع‎کوونکي څخه تېرېدو وروسته، په داسې حال کې چې د سیمرغ نور مدافعین ټوله د میوند اتلان په میدان کې د توپ په تمه وه، د خپل سیال د ګول پر وړاندې ډېر ښه فرصت ترلاسه کړ او کله چې حکمت الله مرادي، د سیمرغ البرز ګول‎ساتونکي د شوټ څخه مخ‎نیوي په هڅه وړاندې راغی، نوړموړي تکړه لوبغاړي توپ خپل ملګري ته پاس کړ، او دلته چې د سیمرغ البرز لوبډلې ګول په پوره توګه خلاص وو، فیض محمد فیضي ډېر په کراره په لسمې دقیقې کې د لوبې لومړنی ګول ترسره کړ. 

سیمرغ البرز د لومړۍ نیمې ۴۵ دقیقو تر پایه پورې خپله ځانګړې او د ګټې وړ برید تلن‎لاره جوته کړای نه شوه، که څه هم، ډېر په څرګنده توګه لیدل کېده چې د خپلې سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي یې دفاعي کرښې کې شاتګ ته اړ کړي وه. سربېره پر دې هم، لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان د ګول په لور پای ته ورسېدل. 

پرته له دې چې سیمرغ البرز خپل بریدونه څو ځلې زیات کړي وه، د دوهمې نیمې پېښې لومړۍ نیمې ته ډېر ورته وې. په هماغه دوامدار ریتم کې، سیمرغ څو ځله د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې بریدونه ترسره کړل، مګر د میوند اتلان حتی د ضد بریدونو څخه هم ګټه پورته نه کړه، او داسې ښکارېدل چې یادې لوبډلې د ۱ – ۰ پایلې سره قناعت کړی. د دوهمې نیمې ۴۵ دقیقې هم د لوبې پایلې کې پرته له کوم بدلون پای ته ورسېدې. په پای کې، دا سیالۍ د هغه ګول سره چې غلام رسول فضلي د لوبې اضافي وخت کې ترسره کړ، د سیمرغ البرز لپاره د امکان تر حده پورې ګرانه شوه. 

لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان په ګټه پای ته ورسېدل. 

سیمرغ ۵۵ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود. د میوند اتلان لوبډلې څخه حمیدالله وکیلي، او همدارنګه د سیمرغ البرز لوبډلې، قیس رحیمي او امیر خان امیري ژړ کارټونه ترلاسه کړل. د میوند اتلان لوبډلې څخه غلام رسول فضلي د لوبې غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)  کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com)  ته مراجعه وکړئ.