د افغانستان (روشن) د غوره لیګ دوهمه اونې په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د سهیل ټیم، د میوند اتلان او د افغانستان د سهیل ختیځ ټیم، اباسین څپې د ښکلې لوبې سره پای ته ورسید.

د میوند اتلان ټیم د خپل دوه دینامیک برید کوونکو لوبغاړو، فیض محمد فیضې ( ۹مه شمیره) او سید باقر (۱۱مه شمیره) د سرعتې حرکاتو سره لوبه پيل کړه. د سید باقر ښکلې ضربه چې د اباسین د دورازه ساتونکې، بشیر احمد درمان د غلطې لیږدونې څخه، تر لاسه شو په افقې تیرک ولږیده. د باقر او فیضي هڅې د لومړۍ نیمه د پاتې دقو په لړ کې د ګول وهلو لپاره بیا هم پایله نه درلوده. سربیره پر دي په ۴۳مه دقه کې د میوند د لوبغاړې، بریالی (۱۶مه شمیره) بله درنه ضربه،چی د فیضې د لیږدونې څخه تر لاسه شوه بیا هم د دروازه په تیرک ولږیده.

د ټیمونو د جغرافیایې نږدیوالې په خاطر دا لوبه ډیرۍ د دوه ګاونډیو سیالانو د مخامخې لوبې په څیر وه. د میوند اتلان د ټیم کپټان، سمیع غیرتمند (۸مه شمیره)، د خپل نظر په ویلو کې وویلې " هر ټیم چې د میدان هغې لور ته شتون ومومې، حتې که زما ورونه هم وي، زمونږ سیال ګڼل کیږي". د دي کپټان غبرګ زامن به خپل د پلار د لوبې لیدونکې د ټلویزیون د پرده څخه په قندهار کې وي.

په داسې حال کې چې د میوند د دفاع د کرښې لوبغاړو د آفساید د سیمې څخه ګټه اخیسته، په دي توګه چې په آفساید کې د سیال ټیم د برید کوونکو لوبغاړو د درولو لپاره خپل منځنې کرښې ته نږدې شوي ول. دا تاکتیک ګټور وه او هغوي په لومړې نیمه کې ۵ ځلې د اباسین لوبغاړي يې د آفساید په سیمه کې وساتل.

خو لکه څنګه چې د فوټبال یو لیکل شوي قانون وایې، د آفساید سیمه هم د یو ټیم په زیان او هم د یو ټیم په ګټه ده. په ۲۴مه دقه کې د ښې لور څخه یو ډیر ښکلي لیږدول شوي پاس، د اباسین د ټیم ۱۵مه شمیره لوبغاړی یې د دروازه په لور ولیږه. هغه توپ باندې د پښې د یو ژر حرکت څخه وروسته، توپ یې د میوند د دروازه په لور ولیږه. د میوند دروزاه ساتونکي، دا توپ دفاع کړ خو دفاع شوی توپ د خپل ټیم په لوبغاړې ولږید او د غوره لیګ د دوهم څپرکې لومړۍ په خپل سر ګول ترسره شو.
د اباسین ټیم په لومړې نیمه کې د یو ګول په وهلو سره بریالیتوب ته ورسید.

ناڅاپه د دوهمې نیمې په پيل کې د میوند ټیم ادامه لرونکې بریدونه، دا د اباسین ټیم وه چی د لوبې د جریان پر خلاف یې پایله اخیسته. هغوي د هوښيارې او ډیري لیوالتیا سره د دي لوبې د وړلو لپاره هڅه کوله. د دي ټیم ۷مه شمیره لوبغاړی، محمد عارف، په ۵۸مه دقه کې خپل شانس وآزمایې چې د هغه شوټ د دروازه له سر څخه تیر شو په داسې حال کې چې د دي ټیم دروازه ساتونکي په ۶۳مه، ۸۰مه، او ۹۰مه دقه کې خپله دروازه وژغورله.

د اباسین ټیم هڅو په ۶۷می دقې کې ځواب ورکړ. د دي ټیم د مدافع لخوا یوې آزادې په خپل سرې ضربې توپ د میوند ټیم ۱۸ ګامه سیمې ته ورساوه. د اباسین ۱۱ شمیره برید کوونکی، حشمت الله غزنوي د میوند د ټیم د دفاعې کرښې د غفلت څخه په ګټه اخیستو سره د سر په یوې ساده ضربې، خپل د ټیم دوهم ګول ترسره کړ.

په ۸۸مه دقه کې بیا هم د اباسین د لوبغاړو توپ د دروازه په تیرک ولږید، د دوو ګولونو ترسره کول د هغوي ډاډ په دي ډګر کې د بریالیتوب لپاره لوړ کړی وه. هغوي د دي ښې لوبې د وړاندو کولو څخه خوښ او راضي ښکاره کیږي په داسې حال کې چې سیال ټیم باید سخت فکر وکړي چې د کار کوم ځای یې غلط کړی.

تاسو کولاي شي د لوبې پوره ویډیو دلته ووینې: