د میرمنو د فوټبال څلور اړخیزه ټورنمنټ د دریو کلونو ځنډ څخه وروسته د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې په حاشیه کې، د ۱۳۹۸ کال د وږي د میاشتې په ۲۳ مه نیټه په لاره واچول شو. په دغې ټورنمنټ کې د کابل، هرات، بامیان او بلخ ولایتونو د میرمنو لوبډلو ګډون کړې وو. د دغې ټورنمنټ سیالۍ د تګ او راتګ په شکل وه چې د طلوع او لمر تلویزونونو څخه په ژوندۍ بڼه خپرې شوې. 

د دغې ټورنمنټ لومړۍ سیالۍ د کابل او بلخ ولایتونو ترمنځ په لاره واچول شو چې د کابل ولایت لوبډله د یو ښکلي سیالۍ وړاندې کولو سره د ۱-۳ په توپیر ګټونکی شو او په ټورنمنټ کې خپل قوي شتون څرګنده کړ. د دغې سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه نیلاب محمدي د کابل څخه په خپل نوم کړ.

په دویمه سیالۍ کې هرات او بامیان ولایتونو لوبډلي یو بل سره مخ شول چې د بامیان لوبډله وکولای شو په یو زړه پوري سیالۍ کې د هرات پیاوړي ټیم ته ۲-۳ په توپیر ماته ورکړي. 

د ټورنمنټ د راتګ په پړاو کې، یو ځل بیا کابل او بلخ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لاړل او بیا هم د کابل ولایت لوبډله وتوانیده چې بلخ ته ماته ورکړي او د سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړي. له بلې خوا، د هرات ولایت لوبډله دا ځلې د بامیان لوبډله یي د ۵-۳ په توپیر ماتي سره مخ کړ او په پایلنۍ سیالۍ کې د کابل سیال شو.

د میرمنو د فوټبال څلور اړخیز ټورنمنټ پایلنۍ سیالۍ د کابل او هرات ولایتونو د میرمنو لوبډلو ترمینځ ترسره شو چې دغه لوبه د ۱-۰ په توپیر د کابل ولایت په ګټه پای ته ورسېده او د ټورنمنټ اتلولۍ کپ د کابل ولایت د مېرمنو په نوم ثبت شو او هرات د نایب اتل په توګه وپېژندل شو.

په پای کې، د سیالیو اتل لوبډلې ته ۱۵۰۰۰۰ افغانۍ نقدي جایزه او نایب اتل ته ۷۵۰۰۰ افغانۍ ډالۍ شو. د کابل ولایت څخه فهیمه تابش د ټورنمنټ د غوره لوبغاړې (۵۰۰۰۰) افغانۍ جایزه، د کابل څخه فاطمه یوسفي د غوره ګول وهونکی (۴۰۰۰۰) افغانۍ جایزه او د هرات ولایت څخه فاطمه حیدري د بهترینه ګول ساتونکی (۴۰۰۰۰) افغانۍ جایزه لاسته راوړله . د سیالیو د غوره لوبډلې (۴۰۰۰۰) افغانۍ جایزه د بامیان ولایت لوبډلې ته ډالۍ شوه. 

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپره شوه. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.