مسعود قاري زاده له تیرو دوو کلونو راهیسي د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبو کې د موج های آمو لوبډلې د لوبډلمشرۍ دنده تر سره کوي. ده په لومړي ځل په ۱۳۹۰ کال کې د افغانستان روشن غوره لیګ د لومړي فصل په لوبو کې برخه واخیسته او له هماغه وخته بیا تر اوسه يې په لوبه کې ډیر مثبت بدلونونه راغلي دي. مسعود قاري زاده اوس مهال د افغانستان روشن غوره لیګ د بریدګرو لوبغاړو په کتار کې ښه نوم لري. ده د افغانستان روشن غوره لیګ په سږني فصل کې په څلورو لوبو کې درې ګولونه تر سره کړي دي.

سږ کال په خپل اصلي ټاټوبي کې له ډیرو کړاوونو سره سره د موج های آمو لوبډلې وکولی شول چې په لومړي ځل د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه. دوی په خپلو ګروپي لوبو کې یوه لوبه هم وګټله او په دې سره يې د افغانستان روشن غوره لیګ د میړنۍ لوبې جایزه تر لاسه کړه.

قاري زاده له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې ژوند کوي. دی د اقتصاد د پوهنځي محصل ده او له خپل مسلکي فوټبال سره سره غواړي خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي. مسعود هغه مهال چې یوولس کلن وو، د فوټبال لوبه يې پیل کړه او اوسمهال د کندوز د پیروزي په لوبډلې کې چې د کندوز له مشهوره کلبونو څخه ده لوبه تر سره کوي.

مسعود د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه پایلوبو ته د آمو د لوبډلې په رارسولو کې فعال رول لوبولی دی. دی هیله من دی چې په راتلونکې کې کال به د افغانستان روشن غوره لیګ کپ له ځان سره کندوز ته یوسي.