د میوند اتلان هغې سیالۍ کې چې پرون شپه یې د سیمرغ البرز پر وړاندې ترسره کړه، یوازې د درې امتیازونو سره چې په «ب» ډلې کې یې تر پرون شپې په خپل نامه ثبت کړي وه، نوموړې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د درې نورو امتیازونو ترلاسه کونې سره، نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. په دې توګه، اوس د «ب» ډلې څخه یوازې دوې لوبډلې، طوفان هریرود د ۶ امتیازونو سره او عقابان هندوکش پرته له هیڅ امتیازونو او د څلورو ګولونو توپیر سره پاتې دي چې سبا، د ډله‎ییز پړاو وروستې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

مګر د «الف» ډلې څخه نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۵ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو یوه بله حساسه سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. دا سیالۍ د اباسین څپې، په خپل اړوند ډلې کې، تر اوسه پورې د ۱ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمایي پر وړاندې چې اوس‎مهال یې د ۹ امتیازونو سره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره موندلې، یوې بایلې سره، او د سپین‎غر بازان پر وړاندې ۳ – ۲ بریا سره، درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي. په داسې حال کې چې، موج‎های آمو، د دوو ګولونو توپیر سره او همدارنګه د سپین‎غر بازان پر وړاندې چې اوس‎مهال د شاهین آسمایي له‎خوا حذف شوې ده، یو مساوي پایلې سره، او د شاهین آسمایي پر وړاندې د ۲ – ۰ بایلې سره، د خپل اړوند ډلې نوملړ کې وروستۍ لوبډله ده.

د غلام فاروق اصیل لوبغاړي په ډله‎ییز پړاو کې خپل دواړو سیالیو کې ښه چانس ترلاسه نه کړ، لومړۍ له دې امله چې په «الف» ډلې کې د پچې اچونې پر اساس د یو له تر ټولو پیاوړي لوبډلو، شاهین آسمایي پر وړاندې برابره شوه او د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې ډله‎ییز پړاو لومړنې سیالۍ کې یې ماتې وخوړل، وروسته بیا، په خپلې دوهمې سیالۍ کې یې د سپین‎غر بازان پر وړاندې چې د اباسین څپې له‎خوا یې مخ کې ماتې خوړلې وه، د ۱ – ۱ پایلې سره تم شوه.

بلې خوا ته، د اباسین څپې د ملي لوبډلې د ۱۹ کلن، ۲۱ او ۲۳ کلنو لوبډلو څخه ځینې تازه لوبغاړو سره، د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې کې یوه پیاوړې لوبډله ګڼل کېږي. تر اوسه پورې، نوموړې لوبډله ډېر ښه څرګنده شوې او تمه کېږي چې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي.

ښاغلی الیاس منوچهري، د اباسین څپې لوبډلې روزونکی وایي: «زموږ لوبډله په خیر سل په سله چمتو ده، تر اوسه پورې مو ښې لوبې ترسره کړي، زموږ ټولو ننداره‎چیانو ولیدل، ټولو خلکو ولیدل، د اباسین څپې تېرو څو کلونو کې هیڅ کومه لاسته‎راوړنه نه درلوده مګر په روان کال کې یې بریا درلودل، د شاهین آسمایي پر وړاندې یې هم ښه لوبه ترسره کړه او د ۱ – ۰ پایلې سره چې د شاهین آسمایی پر وړاندې مو ماتې هم وخوړل، لامل یې دا وو چې لوبغاړو د خپلې لومړۍ لوبې وروسته د استراحت لپاره ډېر کم فرصت درلود. اوس چې د موج‎های آمو پر وړاندې لوبه لرو، بشپړې چمتووالې لرو چې دې لوبې کې ګټونکي شو، ځکه چې موږ کولای شو د مساوي پایلې سره او یا د بریا په ترڅ کې نیمه‎پایلني پړاو ته ولاړ شو مګر باید ولوبېږو د دې لپاره چې زموږ ټول مینه‎وال راضي وي. سربېره پر دې هم هیڅ شی د وړاندوینې وړ نه دي، هیله‎من یو چې مثبته پایله ترلاسه کړو.»

د اباسین څپې او موج‎های آمو لوبډلو تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague)   کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې  (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.