د عقابان هندوکش لوبډلې ۲۱ غوره لوبډلو د ټاکنې په موخه د افغانستان غوره لیګ مرکزي زون سیمه‎ییز ټورنمنټ (د غوره لیګ شپږم څپرکې په لور) سیالۍ د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۲۵ نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې د پنجشېر ولایت مارشال محمد قسیم فهیم په سټوډیوم کې په لاره واچول شوې. په دې سیالیو کې، شپږ لوبډلې، کاپیسا، بامیان، پروان، دایکندي، پنجشېر او جوانان پنجشېر د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

د افغانستان فوټبال فډراسیون روزونکو، چې د فیفا او آسیا فوټبال کنفډراسیون له‎خوا در روزنولۍ جواز درلودونکي دي، په دې سیالیو کې ګډون درلود ترڅو د عقابان هندوکش لوبډلې لپاره تر ټولو غوره لوبغاړي وټاکي. ټاکل شوې چې د عقابان هندوکش دا ۲۱ غوره لوبغاړي د افغانستان غوره لیګ اصلي بهیر کې په کابل ښار کې د نورو لوبډلو پر وړاندې ولوبېږي.

د دې څلور ورځني سیالیو په دوام کې، د جوانان پنجشېر لوبډلې د پنالټي شوټونو څخه په ګټې اخیستنې د پروان لوبډلې پر وړاندې بریا ترلاسه کړه او د دې تورنمنټ د اتلولۍ سرلیک یې خپل کړ. زین الدین شریفي په دې سیالیو کې د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه، زبیر رضوان د جوانان پنجشېر لوبډلې لوبغاړي د غوره ګول ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړه او د مېړانې لوبې ډالۍ هم د کاپیسا لوبډلې ته ځانګړې شوه.

د عقابان لوبډله د هېواد مرکزي زون، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بامیان، او دایکندي ولایتونو څخه استازېتوب کوي. تېر څپرکې کې د ټولو هڅو او هغو بدلونونو سربېره چې د یاد ټیم په ترکیب کې راوېستل شوه، دې لوبډلې و نه شو کولای په پنځم څپرکې کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري او په پای کې یې د غوره لیګ ۱۳۹۵ کال شپږم مقام ترلاسه کړ. مګر سږ کال د خپل نوي او تکړه لوبغاړو سره، دا لوبډله د غوره لاسته راوړنو لپاره هیله‎منه ده.

د مرکزي زون سیمه‎ییز ټورنمنټ د پایلنې سیالۍ کلیپونو نندارې لپاره او همدارنګه د عقابان هندوکش د ۲۱ غوره لوبغاړو نندارې لپاره د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ او د اباسین څپې، او همدارنګه د غوره لیګ د نورو لوبډلو تازه انځورونه ترلاسه کړئ. د غوره لیګ شپږم څپرکې اصلي بهیر په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.