، د ۱۳۹۶ کال د وږې ۲۳ نېټه، د عقابان هندوکش او شاهین آسمایی تر منځ د افغانستان غوره لیګ یوه بله هیجانوونکې سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټوډیوم کې په لاره اچول کېږي. دا سیالۍ له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو پیلېږي. 

دا د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو پنځمه سیالۍ ده. د پچې اچونې پر اساس، دواړو نوموړو لوبډلو په «الف» ډلې کې ځای وموند. 

شاهین آسمایي د افغانستان فوټبال سټوډیوم په لوبغالې کې خپلې لومړۍ سیالۍ کې د خپل سیال پر وړاندې واکمنه ښکاره شوه تر څو وکولای شي د دې څپرکې په لړ کې هم په پرلپسې توګه بریالې شي او د څلورم ځل لپاره د اتلولۍ سرلیک ته ځان لا نږدې کړي. د یوې ساښکوونکې سیالۍ په دوام کې، آسمایي د ۴ – ۳ پایلې سره د هېواد ختیځ زون استازې، د سپین‎غر بازان لوبډله له ماتې سره مخامخ کړه. فرهاد اندر، حمید حبیبي، او انور اکبري ځینې هغه لوبغاړي وه چې د شاهین آسمایي لپاره یې ګول‎وهنه وکړه. 

عقابان هندوکش چانس ترلاسه نه کړ چې خپله دفاعي کرښه تړلې وساتي او د شپږم څپرکې په لومړې سیالۍ کې خپل درې امتیازونه حفظ کړي. په دې کتنې کې، عقابان و نه شو کولای د خپل سیال پر وړاندې د خپل بریدونو څخه کومه ګټه پورته کړي او په پای کې، آمو لوبډلې په ۴۹ دقې کې د یوې ضد حملې څخه په ګټې اخیستنې عقابان له ماتې سره مخامخ کړ. 

د عقابان هندوکش لوبډلې مدیر، احمد ضیاء وویل: «نیمه‎پایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره او همدارنګه د حذف څخه د مخ‎نیوي په موخه، عقابان هندوکش باید د دوهم ځل لپاره د خپل پرلپسې ماتې څخه مخ‎نیوی وکړي. څرګنده ده چې، د عقابان هندوکش لپاره د شاهین آسمایي د بریدونو څخه مخ‎نیوی آسانه کار نه دی خو دا ناممکنه هم نه ده.» هغه وویل: «موږ د خپلې لوبډلې په ترکیب کې ګڼ‎شمېر بدلونونه راوېستي او په دې سیالۍ کې مو د بریا لپاره ټول اړین چمتووالې اخیستي.»

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.