د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ مرکز زون (د غوره لیګ په لور) سیالۍ د ۱۳۹۶ کال د غویي په ۵ نېټه غازي سټوډیوم کې په لاره واچول شوې. په دې سیالیو کې، ۱۰ ټاکل شوي لوبډلو ګډون وکړ او د خپلو لوبغاړو فوټبالي مهارتونه یې نندارې ته وړاندې کړې. د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ مرکزي زون پچې اچونې پر اساس، د «اتحاد، سرې میاشتې، سباوون، د اردو ځوانان، او امرخېل» لوبډلو په «الف» او د «فېروزي، سفیر، اردو، د پنجشېر ځوانان، او استقلال» لوبډلو په «ب» ډلې کې ځای وموند. 

د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي غړو هم په دې سیالیو کې برخه درلودل ترڅو د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې لپاره د شاهین آسمایي لوبډلې ۲۱ لوبغاړي غوره کړي. 

په ټوله‎ییزه توګه، دې ټورنمنټ کې ۲۰ سیالۍ په لاره واچول شوې چې په پای کې، د «سفیر» او «سرې میاشتې» لوبډلې د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ مرکزي زون پایلنۍ سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. پایلنې سیالۍ کې، د «سفیر» لوبډله په لومړۍ نیمه کې د ګڼ شمېر تخنیکي ستونزو سره مخامخ شوه او بلاخره د ۲ – ۰ پایلې سره یې د «سرې میاشتې» لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړل او د دې سیالیو دوهم مقام یې خپل کړ. د «سرې میاشتې» لوبډله له دې بریا سره په پرلپسې توګه د دوو کلونو لپاره د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ اتلولۍ سرلیک ساتونکې شوه.  

سربېره پر دې، فرهاد اندر د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړي ډالۍ تر لاسه کړه، کاوش حیدري د غوره ور ساتونکي ډالۍ ترلاسه کړه او د مېړانې لوبې ډالۍ استقلال لوبډلې ته ورکړل شوه. 

د افغانستان غوره لیګ درې پړاو اتل او د ۲۰۱۵ کال غوره لوبډله، شاهین آسمایي، د مرکزي (کابل) زون استازې ده. دا لوبډله د افغانستان غوره لیګ په ټولو پړاوونو کې یو له تر ټولو غوره لوبډلو په توګه پېژندل شوې چې د ګڼ‎شمېر پلویانو پام یې ځان ته اړولی. 

د افغانستان غوره لیګ اصلي بهیر په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالیو د کلیپونو نندارې لپاره د www.youtube.com/afghanpremierleague یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې ww.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ.