د نن ورځې په کتنه کې، د افغانستان روشن غوره لیګ د تېر کال اتل شاهین آسمايي په وړاندې د سپين غر بازان لوبې، ګڼ شمېر خلک حیران کړل. په داسې حال کې چې د سپین غر بازان په ۷۹ دقه کې خپل برید کوونکی لوبغاړی، سلیم نعیمي د سور کارت د ترلاسه کولو له امله له لاسه ورکړ، دا لوبه د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېده. نعیمي وروسته له هغې شخړې چې د شاهین آسمايي لوبغاړي سره یې درلوده، ونشو کولائ ځان کنټرول کړي او په څپېړه یې خپل سیال ووهه.
په ۴۲ دقه کې د شاهین آسمايي د برید کوونکي لوبغاړي، حشمت الله بارکزي له خوا د پنالټي ضربې د وهلو له امله د دې کتنې لومړۍ ګول، ترسره شو. دا پنالټي هغه وخت د شاهین آسمايي په ګټه ونیول شوه چې د سپين غر بازان لوبغاړي، سمیع الله محمدي د منځنۍ کرښې لوبغاړی، د جریمې په سیمه کې د یوې غلطۍ سره په ځمکه ووهه.
د سپین غر بازان لپاره هر څه هغه وخت پای ته ورسېدل چې لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمايي په ګټه پای ته ورسېده. د کوریا څخه د شاهین آسمايي د غوره لوبغاړو د راتګ څخه وروسته چې د آسیا په لوبو کې یې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی وو، دې ټیم د پوره پياوړتیا سره لوبه کوله.
د لوبې دوهمه نیمه د دواړو ټیمونو د بریدونو او دفاعي حرکتونو څخه ډکه وه چې سیال ټیم ته یې هیڅ ډول فرصت نه ورکاوه. لوبه په همدې توګه مخ ته تله تر دې چې په ۵۸ دقه کې، د سپين غر بازان برید کوونکي لوبغاړي، فقیر حسین د یوه ګول په ترسره کولو سره لوبه مساوي کړه او دې ټیم ته یې تازه روحیه وروبښله.

د وروستۍ نیمې پړاو برخلیک به، د دې دوو ټیمونو د راتګ په لوبه کې د جمعې په ورځ د ۳/۷/۱۳۹۳ نېټې د غرمې وروسته په ۰۳:۳۰ بجو، ښکاره شي

د دې سیالۍ د غوره شېبو د لیدو لپاره، د ورځې د ویډیو ځانګړې صحنې لاندې ووینئ