د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو لومړی راتګ لوبه، د «شاهین آسمایي» او «سیمرغ البرز» تر منځ پیل شوه. دا سیالۍ له دې پلوه اړینه ګڼل کېده چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلني پړاو ته د یوې لوبډلې لاره موندنه په کې ځانګړې کېدل. سربېره پر دې چې سیمرغ د ۳ – ۲ پایلې سره د نن لوبه وګټل خو د پنځم څپرکې پایلني پړاو ته یې لاره و نه موندل.

د دې لپاره چې سیمرغ وکولای شي د هغو ګولونو توپیر ټیټ کړي چې په تګ لوبې کې یې د شاهین لوبډلې له خوا ترلاسه کړي وه، ډېره هڅه یې وکړه مګر په پای کې یې د ۳ – ۲ پایلې سره لوبه تم شوه. پایلني پړاو ته د لارې موندنې لپاره سیمرغ ۸ قطعي ګولونو ته اړتیا درلوده خو دا هیله یې بشپړه نه شوه.
سربېره پر دې چې شاهین ډېر ښه فرصتونه په واک کې درلودل، خو بیا هم دې لوبې کې ښه و نه ځلېدل. د مثال په توګه، امرالدین شریفي، د شاهین تکړه بریدکوونکی، په ۱۳ دقې کې یو د پنالټي ضربه له لاسه ورکړه مګر حشمت الله بارکزي، له یوه ګول سره د پلازمینې لوبډله مخ ته کړه.
لومړۍ نیمه د دواړو لوبډلو ګڼ‎شمېر بې‎ګټې بریدونو سره دوام وموند او دا لومړۍ ۴۵ دقې د ۱ – ۰ پایلې سره د شاهین په ګټه پای ته ورسېدې.

د دوهمې نیمې پیل سره، حمید حبیبي، د شاهین لوبغاړي، په ۵۳ دقې کې وکولای شو د دوهم ځل لپاره د سیمرغ ګول خلاص کړي. نور ټوله بریدونه یا د طلایي اغوستونکو د نه پاملرنې له امله بې ګټې پای ته رسېدې او یا هم د هغو د سیال دفاعي کرښې له خوا دفع کېدې.
بلې خوا ته، سیمرغ وکولای شو په ۵۹ دقې ګې خپل لومړی ګول ترسره کړي، دا ګول «سهیل حکیمي» د خپلې لوبډلې لپاره ترلاسه کړ. وروسته له دې، رومن صادقي، او منیرالحق ندیم وکولای شو په پرلپسې توګه ۶۳ او ۷۰ دقې کې د شمال استازې لپاره ګول‎وهنه وکړه.
د لوبې سرشمېرنو پر اساس، دواړو لوبډلو په مساوي توګه توپ او میدان په واک کې درلود او رومن صادقي د لوبې غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دا سیالۍ د ۳ – ۲ پایلې سره د سیمرغ په ګټه پای ته ورسېدل مګر دا لوبډله د شپږو کم ګولونو توپیر له امله، بریالې نه شوه چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ ته لاره ومومي. سیمرغ د دریم مقام ترلاسه کونې لپاره د سبا سیالۍ بایلونکي پر وړاندې لوبېږي. همدارنګه د موج‎های آمو او د میوند اتلان تر منځ د نیمه‎پایلني پړاو دوهمه راتګ سیالۍ سبا په لاره اچول کېږي.
دا څلورم ځل دی چې شاهین د افغانستان روشن غوره لیګ اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره پایلني پړاو ته لاره مومي.

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.