د سپین غر بازان ټیم پر میوند اتلان باندې د خپل برید سره ځان ته د وروستۍ نیمې په پړاو کې ځای پيدا کړ

د سپين غر بازان ټیم وروستۍ نیمې ته د تلو لپاره ګڼ شمېر لارې درلودې. تر ټولو آسانه لاره سیال ته ماته ورکونه او دې پړاو ته لاره موندنه وه. د سپين غر بازان ټیم هم همدا کار ترسره کړ. دې ټیم د افغانستان فوټبال فدراسیون د خلکو څخه ډک سټدیوم کې، د ۱ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان ټیم ته ماته ورکړه. 

د سپین غر بازان ټیم د لوبې په لړ کې ګڼ شمېر بریدونه ترسره کړل د لوبې ۵۷٪ واک د دې ټیم په لاس کې وو. همدارنګه د سرټکوونکې دفاع او په لوړه کچه د توپ په واک کې درلودو سره یې، د میوند اتلان ټیم بریدونه شنډ کړل. دواړو ټیمونو د تاوتریخوالي څخه ډکه لوبه ترسره کړه، زیاتې غلطۍ ترسره شوې او یوه جنجالي لوبه وه. د دې لوبې څارونکي د سیالۍ د نظم په اړه څو ځلې لوبغاړو ته یادونه وکړه، چې په پایله کې یې ۲۴ غلطۍ اعلان کړې او څلور زیړ کارتونه یې لوبغاړو ته ورکړل. د سپين غر بازان ټیم څخه عبدالمنان فراهي د لوبې په ۹۲ دقه کې یو زیړ کارت ترلاسه کړ. همدارنګه امان الله طوفان، احمد خالد عرفان او محمود نوري یعنې د میوند اتلان ټیم دروازه ساتونکي او دوو برید کوونکو لوبغاړو زیړ کارتونه ترلاسه کړل.

د سپين غر بازان ټیم په ۸ دقه کې د فهیم افکار د ښکلي ګول له امله، لوبه په واک کې ونیوله. هغه توپ د جریمې د سیمې څخه وتلې او د میوند اتلان ټیم د دروازه ساتونکي، امان الله طوفان د لاسونو څخه لرې د دروازې ښي لور ته شوټ کړ او ګول شو. دا ګول د دې لامل شو چې د میوند اتلان ټیم دفاعي تکتیک غوره کړي او هر ځلې چې د سپین غر بازان لوبغاړي د هغوی ډګر ته ننوتل د میوند اتلان ۹ لوبغاړي دفاع ته راتلل. دې تکتیک ښه عمل وکړ او هغوی بل کوم ګول ترلاسه نکړ خو د دې ټیم د برید نه کونې لامل هم شو. او هغه لږ چانسونه چې د میوند اتلان ټیم د ګول وهنې لپاره درلودل، هغه یې هم له لاسه ورکړل. 

اوس مهال چې د سپین غر بازان، د وروستي ټیم په توګه وروستۍ نیمې ته لاره وموندله، د وروستۍ نیمې د لوبو لپاره د میوند اتلان، شاهین آسمايي او عقابان هندوکش ټیمونو سره یو ځای کېږي. د دې پړاو لومړۍ لوبه د دوشنبې په ورځ د وږې په ۳۱ نېټه د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټدیوم کې په لاره اچول کېږي. 

د دې لوبې غوره شېبې کولائ شئ په لاندې ویډیو کې ووینئ: