د هېواد مرکزي زون سیال، عقابان هندوکش او د سپین‎غر بازان تر منځ سیالۍ نن د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۶ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره واچول شوه. دا د افغانستان غوره لیګ د ډله‎ییز پړاو ۱۱ سیالۍ وه. د ۹۰ دقیقې په زړه‎پورې سیالۍ وروسته، د سپین‎غر بازان خپل سیالې لوبډلې ته د ۱ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه او د درې امتیازونو ترلاسه کونې سره یې وروستۍ پړاو ته لاره وموندل. 

عقابان هندوکش تېرې سیالۍ کې، خپل سیال، د پنځم څپرکې اتل لوبډلې، شاهین آسمایی ته د ۲ – ۰ غوره پایلې سره ماتې ورکړه. د یادونې وړ ده چې شاهین آسمایی یو له هغو لوبډلو څخه ده چې د سږ کال اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره په جدي توګه هڅه کوي نو ځکه عقابان هندوکش ډېره ډاډه وه چې په آسانۍ کولای شي بازان لوبډله له ماتې سره مخامخ کړي. که څه هم، نن عقابان د ټولو فرصتونو په شتون که و نه شو کولای خپل واکمني په ډاګه کړي. عقابان د خپل سیال لوبډلې د ګول په لور ځینې غوره بریدونه ترتیب کړه مګر هیڅ یو برید څخه یې کومه ګټه ترلاسه نه کړه. 

د سپین‎غر بازان هم و نه شو کولای په لومړۍ نیمې کې د خپل فرصتونو څخه کومه ګټه ترلاسه کړي او ټوله بریدونه یې په پرلپسې توګه د عقابان د دفاعي کرښې له‎خوا تم شوه. 

لومړۍ نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل، دواړو لوبډلو یو بل باندې فشار راوېست مګر کومه ګټه یې ترلاسه نه کړه. تر څو چې د دویمې نیمې پیل سره، په ۴۹ دقیقې کې د عقابان هندوکش د دفاعي کرښې د یوې خطا سره شاداب شاه، د بازان برید کوونکي فرصت ترلاسه کړ تر څو توپ د خپل سیال ګول ته د ننه کړي. 

عقابان په دویمې نیمې کې هم کمزوره ښکاره شوه او یې نه شو کولای د ډله‎ییز پړاو څخه د حذف کېدنې مخنیوی لپاره لږ تر لږه د یو ګول ترسره کړي. د نن ورځې سیالۍ ۱ – ۰ پایلې سره، عقابان د غوره لیګ شپږم څپرکې سره خدای‎پاماني وکړه. 

بلې خوا ته، د سپین‎غر بازان لوبډلې د درې امتیازونو ترلاسه کونې سره «الف» ډلې کې په ټوله‎ییزه توګه شپږ امتیازونه په خپل نامه ثبت او نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. شاهین آسمایي هم شپږ امتیازونه په واک کې لري او اوس ټاکل شوې چې په نیمه‎پایلني پړاو کې سیالۍ ترسره کړي. 

د سرشمېرنو پر اساس، ۶۰ سلنه لوبه او میدان د سپین‎ِغر بازان په واک کې وو. د سپین‎غر بازان لوبډلې میوند توخي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

سبا، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۷ نېټه، د اباسین څپې لوبډله له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د طوفان هریرود پر وړاندې لوبه ترسره کوي. 

د دې سیالۍ بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.