په یوې هیجانوونکې او ګرانې سیالۍ کې، «د سپینغر بازان» لوبډله د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «عقابان هندوکش» پر وړاندې ولاړه. دا لوبه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پنځمه لوبه وه. دواړو لوبغاړو د غوره سټراټژیک ځانګړتیاوو درلودنې سره، کومه غوره لاستهراوړنه نه درلوده. په پای کې، د نن ورځې سیالۍ پرته له کوم ګول پای ته ورسېدل په داسې حال کې چې دواړې لوبډلې د حذف کېدنې خطر سره مخامخ شوې.
تېره اونۍ، د سپینغر بازان او موجهای آمو تر منځ سیالۍ د ډېرې حیرانوونکي ۲ – ۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل. د نن ورځې سیالۍ کې، د سپینغر بازان د ګول ترلاسه کونې لپاره ډېرزیات شور او هیجان درلود، که څه هم دې کار کې بریالي نه شوه. د دې لوبډلې زیاتره بریدونه او فرصتونه د هغو د سیال مدافعانو له خوا او یا د لوبډلې خپلو لوبغاړو د کمزوري چلند سره له لاسه ووتل. عقابان هندوکش لومړۍ نیمې کې دفاعي چلند غوره کړ.
د لوبې پاتې ستونزمنو شېبو کې، عقابان د لوبې بهیر بدلون لپاره، د ګول ترسره کونې په لټه کې شوه. هغوی د دفاعي چلند څخه په پوره توګه د بریدونو تګلاره خپله کړه مګر هیڅ کومه ضربه یې ګول نه شوه او د هغو ټوله شوټونه د سپینغز بازان له ګول څخه بېګټې تېر شوه. همدارنګه، مصطفی کوهستاني، هغه لوبغاړی چې په دوهمې نیمې کې د عقابانو لهخوا د لوبې ډګر ته ولاړی، یو غوره طلایي فرصت له لاسه ورکړ.
څرنګه چې عقابان و نه شو کولای خپل په لومړۍ سیالۍ کې د موجهای آمو د یو ګول څخه دفاع وکړي، په دې لوبې کې یې هم هیڅ کوم ګول ترلاسه نه کړ. له دې پایلې سره وروستي پړاو ته د هغو د لارې موندنې چانس ډېر زیات ټیټ شوی.
د لوبې سرشمېرنې د دې ښکارندویي کوي چې په میدان کې د دواړو لوبډلو برخه مساوي وه. د لوبې څارونکي د عقابان ۲ او د سپینغر بازان ۱ لوبغاړي ته ژړ کارټ ورکړ.
تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.