د ۲۰۱۱ میلادي کال د سویلي آسیا د فوټبال په اتلولیو کې د افغانستان په لوبډله کې یو غښتلی دروازه ساتونکي لوبه کوله. دا لوبغاړی بل څوک نه بلکه منصور فقیریار وو. دې لوبغاړي ته په همدې کال په لوبډله کې پوره چانس نه وو ورکول شوی خو دوه کاله وروسته په ۲۰۱۳ کال کې ده د ټولو پام ځان ته راواړلو. ده په خپلو لوبو سره ټول هک پک کړل او په پای کې  يې د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه هم تر لاسه کړه.

په یاد ټورنمنټ کې د افغانستان ګول ساتونکی په ډېر ښه فارم کې وو چې په پایلوبه کې ده د هندوستان په وړاندې په زړه پوري لوبه تر سره کړه. په داسي حال کې چې هندۍ لوبډله له افغانستان څخه دوه ګوله شاته وه او په وار وار يي هڅه کوله چې د افغانستان له دفاعي کرښې څخه ځان وباسي او په خپله ګټه ګولونه تر سره کړي. خو د افغانستان منصور فقیریار په خپلو هڅو د دوی د هرې حملې څخه خپله دروازه وساتله او په پای کې افغانستان وکولی شول چې هندۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د سویلي آسیا د فوټبال په سیالیو کې اتلولي تر لاسه کړي.

له بده مرغه منصور فقیریار د پښو د ټپونو له امله نه شي کولی چې په سږ کال لوبو کې ګډون وکړي.