د سوزوکي د سویلي آسیا د فوټبال د ۲۰۱۵ ام میلادي کال سیالۍ چې د سویلي آسیا د فوټبال د ملي لوبډلو لپاره سیمه اییزي سیالۍ دي د مرغومې له دوهمې بیا تر ۱۳ مې نیېټې پورې د هندوستان په ټریواندرام لوبغالي کې تر سره کیږي.

په ۱۳۷۲ کال کې د دې لوبو له شروع کیدو بیا تر اوسه دا ټورنمنټ په سیمه اییزه کچه د فوټبال د ښکلې لوبې د پرمختګ لپاره خورا مهم بلل شوی دی. په لومړنیو کلونو کې چې دا لوبې پیل شوې د سیمه اییزو همکاریو د سازمان د زرین جام په نامه یادېدلې.

د هندوستان لوبډلې په دې توانیدلې ده چې د دې له لوبو له پیل څخه بیا تر اوسه په یادو لوبو خپل راج وچلوي او له ۱۳۷۲ کال څخه بیا تر اوسه دا لوبډله توانیدلې ده چې له ۱۰ ټورنمنټونو څخه په شپږو کې اتلولي، په دریو نورو کې دوهم مقام او په یوه ټورنمنټ کې بیا دریم مقام تر لاسه کړي. د نورو لوبډلو په کتار کې بیا د مالدیف لوبډلې په ۲۰۰۸ میلادي کال، د بنګله دیش لوبډلې په ۲۰۰۳ ام او د سریلانکا لوبډلې په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د دې سیالیو اتلولي تر لاسه کړې ده.

بنګله دیش، بوتان، افغانستان، هندوستان، مالدیف، سریلانکا، پاکستان او نیپال د هغه هیوادونو له ډلې څخه دي چې د یاد ټورنمنټ غړیتوب لري.

که څه هم د افغانستان لوبډله دې ټورنمنټ ته نوې راغلې ده خو بیا هم په دې لنډ وخت کې افغانستان د هندوستان د اتلولي په لاره کې لوی اغزی دی، افغانستان چې په ۲۰۰۵ میلادي کې یاد ټورنمنټ ته داخل شو، په ۲۰۱۱ کال کې يي نایبه اتلولي خو په ۲۰۱۳ کال کې يي د دې لوبو اتلولي تر لاسه کړه.

سږ کال افغانستان د دې لوبو په (ب) ګروپ کې له مالدیف، بوټان او بنګله ډیش سره یو ځای شوی دی. افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د مرغومې په دریمه نیټه له بنګله ډیش لوبډلې سره تر سره کړي. تاسو کولی شئ چې یادې لوبې د طلوع او لمر ټلویزیونونو له لارې په ژوندۍ بڼه وګورئ.