زمری سالنګی د افغانستان روشن غوره لیګ یو پیژندل شوی لوبغاړی دی. د یوه برید کوونکي لوبغاړي په توګه سرعت او چټکتیا د هغه د ځانګړتیاوو  له ډلې څخه دي خو د هغه اوږدو او د سرو زرو په رنګ ښکلو وېښتانو هم د ټولو پام ځان ته راړولی. په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان روشن غوره لیګ د پیل څخه، د هغه سټایل هغه د عقابان هندوکش ټیم په نامتو لوبغاړي بدل کړی. هغه په هغې وخت کې ۱۷ کلن وو او د هغې مودې را په دې خوا یې د غوره لیګ په پایلوبه کې د شتون هیله درلوده. دا هیله د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۳ نېټه پوره شوه.

د زمري سالنګي ټیم، عقابان هندوکش وکولای شول په یوې ستړې کوونکې لوبې کې د دې څپرکي غوره دفاعي ټیم، د میوند اتلان ته ماته ورکړي او د لومړي ځل لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته پښه کېږدي. د ۱۲۴ دقو سختې لوبې او پنالټي شوټونو وروسته لوبه د ۸ – ۷ پایلې سره د مرکز ټیم په ګټه پای ته ورسېده. د لوبې د پای ته رسېدو څخه وروسته د زمري سره مې د دې دراماتیکې بریا په اړه خبرې اترې درلودې.

" دا بریا د یوه خوب په څير ده. څو کاله کېږي چې د داسې یوه فرصت په تمه یم او بلاخره خپلې موخې ته ورسېدم. زه او زما د ټیم ملګري د دې بریا څخه ډېر خوښ یو او په پایلوبه کې د اتلولۍ لپاره ځان تیاروو."

په داسې حال کې چې هغه نه دی توانېدلی خپلو رسمي زده کړو ته ادامه ورکړي خو هغه ښې خبرې کوي او با ادبه ځوان دی. د هغو ستونزمنو کلونو په لړ کې د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د هغه ټاکنې هغه ته د آلمان، هند، او مالزي په څير بهرنیو هېوادونو کې د لوبې فرصت برابر کړ. " په داسې حال کې چې زما ملګري ښوونځي ته تلل، ما فوټبال کاوه. ښوونځی مې له لاسه لاړ خو ډېرې ښې طالع لرم چې ومې کولای شول د کوچنیوالي څخه فوټبال ته مخه کړم. فوټبال، زما ژوند او کسب دی نو فکر کوم چې سمه پریکړه مې کړې."

د هغه د کورنۍ غړي ۱۰ کسه دي او هغه تر ټولو مشر ورور دی. هغه او پلار یې د کور ډوډۍ راوړونکي دي او کورنۍ یې د دوی د عاید له لارې ژوند چلوي. د هغه نه مې وپوښتل چې د هوکړه لیک د پیسو اندازه ولې باید د لوبغاړي د لوبې د څرنګوالي پر بنسټ وي. هغه ووېل: " ځینې لوبغاړي د ټیم لپاره د پایلې په اخیستو کې پراخه ونډه لري خو دا په دې معنا نه ده چې یوازې یوه لوبغاړي ته ډېرې پیسې ورکول شي."

سالنګي په کابل کې زېږېدلی او په همدې ښار کې لوی شوی هم دی خو په اصل کې هغه د پروان دی، یعنې هغه مرکزي ولایت چې د هغوي استازیتوب عقابان هندوکش کوي. کله مې چې د هغه نه وپوښتل چې په پایلوبه کې غواړي له کوم ټیم سره لوبه وکړي، هغه ووېل: " شاهین آسمايي، دا ټیم د اتلولۍ مقام مدافع او د کابل استازی دی، فکر کوم په کابل کې عقابان هندوکش ډېر مینه وال لري، په دې څپرکي کې زمونږ د اتلولۍ نه ګڼ شمېر خوشاله کېږي."

عقابان هندوکش به د ۱۳۹۳ کال د تلې په ۱۱ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټدیوم کې د شاهین آسمايي او د سپین غر بازان ټیمونو د لوبې ګټونکي سره سیالۍ ترسره کړي. دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلوېزیونونو، آرمان اف ام او آراکوزیا اف راډیو ګانو له لارې خپرېږي.

د دې سیالۍ د لیدو او په آنلاین توګه د ژوندیو خبرونو د ترلاسه کولو لپاره لاندېنیو لینکونو ته مراجعه وکړئ.

تویتر: AfPremierLeague

فیس بوک: AfghanPremierLeague

او یوتیوب: https://www.youtube.com/afghanpremierleague