لیونل میسي، کریسټیانو رونالډو او نیمار هغه درې لوبغاړي دي چې د سږ کال د فیفا د غوره لوبغاړي د زرین بوټ د جایزې لپاره شارټ لیسټ شوي دي. له دې دریو لوبغاړو څخه به یوازې یو لوبغاړی وکولای شي چې یاده جایزه تر لاسه کړي.

د لیونل میسي لپاره دا پرله پسې نهم کال دی چې دی د زرین بوټ د جایزې لپاره نوماند کیږي. که دی نن وکولای شي چې د دې جایزې ګټونکی شي نو دا به د ده پنځم ځل وي چې یاده جایزه تر لاسه کوي. د نړۍ د فوټبال په تاریخ کې دی یوازینی لوبغاړی دی چې له درو ځلو زیاته يې دا جایزه تر لاسه کړې ده.

که چیرې احصاییوي شمیرنو ته وګورو نو تیر کال د میسي لپاره ډیر ښه کال وو، ده وکولای شول چې د خپل هیواد او کلب لوبډلې لپاره په ۶۱ لوبو کې ۵۲ ګولونه او ۲۶ د ګول پاسونه تر سره کړي.

د زرین بوټ د جایزې په تاریخ کې بیا یوازې څلور لوبغاړي په دې بریالي شوي دي چې درې ځلي دا جایزه تر لاسه کړي. دا څلور لوبغاړي هر یو جان کروف، مایکل پلاتیني او مارکو وان باستین او کریسټیانو رونالډو دي. خو د جایزې په تاریخ کې یوازې پنځه لوبغاړي په دې بریالي شوي دي چې دوه ځلي دا جایزه تر لاسه کړي.

د نیمار د لوبو په ژوند کې د ده دا لومړی ځل دی چې دې معتبري جایزې ته نوماند کیږي.

میسي او رونالډو په تیرو اوو کلونو کې دا جایزه تر لاسه کړې ده او دا کیدای شي اتم پر له پسې کال وي چې په دې دوو لوبغاړو کې یو یې دا جایزه تر لاسه کړي.