د خوست سیمه ییز ټورنمنټ د جون د ٢ نېټې څخه تر ۶ نېټې پورې د خوست ولایت په مرکز، د خوست د فوټبال په سټدیوم کې په لاره واچول شوو. د خوست ، لوگر ، پکتیا ، پکتیکا ، غزنی او میدان وردک په نوم شپږ ټیمه، د لوېدیځ ختیځ د سیمې هغه ۶ ولایتونه ول چې په دې ټورنمټ کې د ګډون لپاره د ډیرو سختو ستونزو په زغملو سره راغلي ول تر څو وکولائ شي خپل هیلې په ریښتیا بدلې کړي.

" د خوست ولایت سیمه ییز ټورنمنټ د سختو بارانونو ورېدو ته په کتو سره وروسته له یوې ورځې ځنډ څخه په بریالیتوب ترسره شوو. زرګونو مینه والو د خپل ټیمونو د هڅولو لپاره له خوست، پکتیکا، پکتیا، میدان وردک، غزني او لوګر ولایتونو څخه په دې لوبه کې ګډون کړی وو. درې لوبغاړي په سخته ټپې شول چې د هغوي روغتیایي لګښت د لیګ لخوا ورکول شو."

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو د هر لوبغاړي د مهارت او کړنې پر بنسټ، د دې ۶ ټیمونو له ډلې ۲۶ کسه وټاکل. د دې لوبغاړو شمېر به د جولای په ٢٤ نېټه په یوې ډله ییزې لوبې کې د یوې دقیقې ټاکنې څخه وروسته ۲۱ کسانو ته راټیټ شي. ۲۶ لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کیږي چې د یو بل په وړاندې به سیالۍ ترسره کړي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مسؤلین به په دې لوبه کې د وروستیو ۲۱ کسانو لست وټاکي چې په رسمي توګه به د جنوب شرق له سیمې او" د اباسین څپې " د ټیم څخه استازیتوب وکړي.

د اباسین څپې تیم ۲۶ کسیزه لوبدالو لست
شماره نوم
پست ولایت
۱ محمد نسیم ایمانی گول ساتونکی غزنی
۲ مقیم متین گول ساتونکی پکتیا
۳ سلیم علمی گول ساتونکی لوگر
۴ روح الله نایبی مرکزی لوبدله لوگر
۵ عبدالمبین نسردین مرکزی لوبدله پکتیکا
۶ احمد فتاح مرکزی لوبدله پکتیکا
۷ ایمل منگل مرکزی لوبدله پکتیکا
۸ رحیم الله یعقوبی مرکزی لوبدله غزنی
۹ عید مرجان ظاهری مرکزی لوبدله خوست
۱۰ احمد منصور غفوری مرکزی لوبدله وردک
۱۱ عصمت جاغوری مرکزی لوبدله لوگر
۱۲ بشیر احمد شریفی مرکزی لوبدله غزنی
۱۳ حسن قادری دفاع پکتیکا
۱۴ جانی کرنک دفاع لوگر
۱۵ مرزا گل زازی دفاع پکتیا
۱۶ رحمت الله خوستی دفاع خوست
۱۷ شفیق طوطاخیل دفاع پکتیا
۱۸ صدیق الله آشنا دفاع خوست
۱۹ جاوید احمد دفاع غزنی
۲۰ محمد عارف یوسفزی دفاع خوست
۲۱ محمد نسیم ستانکزی دفاع وردک
۲۲ محمد نواز زازی دفاع پکتیا
۲۳  رحمت الله رحمت فارورد خوست
۲۴ سید عبدالله هاشمی فارورد وردک
۲۵ شاداب فارورد پکتیکا
۲۶ یار محمد ملیار فارورد خوست