د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې پنج شنبې په ورځ د مرغومې په دریمه نیټه د بنګله دیش هیواد په وړاندې تر سره کړي. دا لوبه به د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولیو په ترڅ کې تر سره شي. د طلوع او لمر تلویزیونونه د دې سیالیو د ژوندي او قانوني بهیر د خپرولو جواز تر لاسه کړی دی چې مینه وال به وکولای شي د ایچ ډي په لوړ کیفیت کې د دې لوبو له کتلو څخه خوند واخلي.

د افغانستان ملي لوبډله چې په لومړي ځل يي په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په یادو سیالیو کې ګډون کړی وو، په تیرو څو کلونو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده.

د خراسان زمریانو په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې په یاد ټورنمنټ کې په زړه پورې لوبې تر سره کړې. د سویلي آسیا په کچه د افغانستان د ملي لوبډلې د مخته کېدو یو اصلي دلیل د دې لوبډلې غښتلې مرکزي او بریدګره کرښه وه چې په د لوبډلې په ترکیب کې يي لوبه کوله.

په ۲۰۱۳ کال کې سنجر احمدي، مصطفی آزادزوی او بلال آرزو هغه درې لوبغاړي وو چې په همدې ټورنمنټ کې يي د افغانستان لپاره بې سارې لوبې تر سره کړې. احمدي چې په همدې وخت کې نړیوالو لوبو ته نوی راغلی وو خو له نورو لوبغاړو سره یو ځای يې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. ده په منځنۍ کرښه کې له آزادزوی او په بریدګره کرښه کې له آرزو سره ډیر ښه همغاړیتوب وکړ. په همدې وخت کې بلال آرزو د منځنۍ کرښې له مخ په وړاندې پاسونو څخه ډیره ښه ګټه پورته کړه او د ده لوبې له افغانستان سره مرسته وکړه چې د فوټبال یو بل پړاو ته ورسیږي.

سږ کال بیا د افغانستان له لوبډلې څخه هیلې لا زیاتې شوي دي چې نه یوازي له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړي بلکه یوه بله اتلولي هم په خپل نوم کړي.