د افغانستان غوره لیګ اووم څپرکې رحماني بنسټ ډله‎ییز پړاو لومړۍ اونۍ په دوام کې، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۰ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو، طوفان هریرود د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د میوند اتلان پر وړاندې ولوبېدل. دا ډله‎ییز پړاو اووهمه سیالۍ وه.

د میوند اتلا لوبه پر خپل نفس باندې د پام وړ اعتماد سره پیل کړه، په داسې حال کې چې د ستاینې وړ لومړني بریدونه طوفان هریرود ترتیب کړل او دا هلې‎ځلې د لوبې په ۱۸ دقیقې کې د ګټې وړ شوې، څرنګه چې یارمحمد ذکرخېل د اتلان ګول یي خلاص کړ او د خپل سیال پرتله یې خپله لوبډله د ۱ – ۰ پایلې سره مخکښ کړه. 

د لومړي ګول وروسته تقریباْ د ۱۰ دقیقو وروسته، رؤف قادري په ۲۹ دقیقې کې د میدان مرکز کې د یو پاس ترلاسه کونې سره توپ په مستقیم ډول د خپل سیال تر ګول هدایت کړ او د یوې ډېرې کره ضربې سره یې د لوبې دویم ګول ترسره کړ. نوموړي لوبغاړي له دې ګوله سره کار د میوند اتلان لپاره لا ګران کړ. طوفان په دوامداره توګه د لومړیو ۴۵ دقیقو تر پایلني شېبو پورې میدان تر خپل ولکې لاندې وساتی.

لومړۍ نیمه د ۲ – ۰ پایلې سره د طوفان په ګټه پای ته ورسېدل.

په لومړۍ نیمې کې د مخکښ کېدنې سره، طوفان د ضد بریدونو څخه غوره ګټې اخیستنې سربېره، همدارنګه د سیالې لوبډلې ترمنځ د پاسونو لړۍ پړې کونې سره، دوهمه نیمه د لازیاتو بریدونو سره پیل کړه.

په پیاوړې توګه د دفاعي کرښې تړنې سره، همدارنګه د سیال لوبډلې میدان کې د غوره بریدونو ترسره کونې سره، داسې ښکارېدل چې د دې لوبې واک د شین‎رنګ اغوستونکو په لاس کې دی. رحمت الله خیرخواه د لوبې دریم ګول په ۷۴ دقیقې کې ترسره کړ. بلې خوا ته، د میوند اتلان لوبغاړي له دې ګول وروسته سره وپاشېدل.

په پای کې، طوفان هریرود د ۳ – ۰ پایلې سره د میوند اتلان ته ماتې ورکړه، او درې نور امتیازونه یې په خپل نامه ثبت کړل. نوموړې لوبډلې ۶۰ سلنه لوبه په واک کې درلودل. رؤف قادري د یو ګول ترسره کونې او همدارنګه د میدان سرترپایه پورې د پام وړ لوبې نندارې ته وړاندې کونې سره، د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.

د دې سیالۍ غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پانې(www.youtube.com/afghanpremierleague)  څخه لیدنه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official)  تعقیب کړی. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.