نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۱۸ نېټه، د هېواد شمال زون استازې د لوېدیځ زون استازې پر وړاندې له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې سیالۍ ترسره کوي.

دواړې لوبډلې د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو اتمې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې، څرنګه چې لوبه د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل او دواړو لوبډلو یو امتیاز ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې سیمرغ البرز مخ کې هم درې امتیازونه په خپل نامه ثبت کړي وه او له دې امتیاز سره یې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل مګر بلې خوا ته طوفان هریرود، د یوازې یو امتیاز ترلاسه کونې سره د ډله‎ییز پړاو څخه حذفه شوه مګر وروستۍ سیالۍ کې یې د ۶ – ۰ پام وړ پایلې سره، که څه هم ډېر ناوخته، د اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

سیمرغ البرز، د هېواد شمال زون استازې و نه شو کولای خپل سیال، شاهین آسمایي ته نیمه‎پایلني پړاو کې ماتې ورکړي او په پای کې اړ شوه چې د سپین‎غر بازان پر وړاندې د دریم مقام لپاره سیالۍ ترسره کړي. داسې ښکارېدل چې سیمرغ البرز چې له دې نه وړاندې په لیګ کې کمزورې نه وه ښکاره شوې، تېر کال بخت ورسره ملتیا و نه کړه او په پای کې یې د اووم څپرکې څلورم مقام ترلاسه کړ.

دواړې لوبډلې سږ کال په «ب» ډلې کې ځای لري او د هغو ټوله‎ییزو بدلونونو پر اساس چې د لیګ اته اصلي لوبډلو ۲۱ کسیزه نوملړونو کې رامنځ ته شوي، هیڅ شی د وړاندوینې وړ نه دي. که څه هم، ښایي سیمرغ البرز د بریا په اړه تر خپل سیال زیاتره ژمن دی.

د طوفان هریرود روزونکي، ښاغلي حمیدالله مسعود وویل: «د طوفان هریرود لوبډله د تېر کال په پرتله تر یوه حده پورې چمتو ده او له هغه ځایه چې ځینې نوي لوبغاړي یې په خپل ترکیب کې ګومارلي، هیله‎من یو چې په دې څپرکې کې ښه پایله ترلاسه کړو. د طوفان هریرود نن ورځې سیال، سیمرغ البرز تل د افغانستان غوره لیګ کې پیاوړی ښکاره شوی او ښه لوبډله ده ځکه چې ډېر ښه لوبغاړي یې په ترکیب کې شتون لري. په هره توګه، د فوټبال لوبې وړاندوینه آسانه کار نه دی، مګر بیا هم، زموږ د لوبډلې په ترکیب کې هم نوي لوبغاړي ګومارل شوي، ځینې غوره لوبغاړي لکه سعید ابراهیمي او یارمحمد ذکرخېل اوس زموږ په لوبډلې کې شتون لري مګر بیا هم نه شو ویلای چې د نن ورځې سیالۍ به څنګه وي».

ښاغلي امان فیضي، د سیمرغ البرز لوبډلې مدیر وویل: «د نن ورځې لوبه د دواړو لوبډلو لپاره اړینه لوبه ده، ځکه چې په دې سیالۍ کې بریا د دواړو لوبډلو لپاره ارزښت لري او طوفان هریرود لوبډله هم پیاوړې ده. مګر زموږ د لوبغاړو انګېزه هم لوړه ده او څرنګه چې سیمرغ تر اوسه د طوفان پر وړاندې هیڅ کله نه ده بریالې شوې، زموږ لوبغاړې هڅه کوي تر څو د دې سیالۍ ګټونکي شي». نوموړي زیاته کړه: «د تېر کال پرتله زموږ د لوبډلې ترکیب کې څه نا څه ۷۰ سلنه بدلون رامنځ ته شوی، ځوان لوبغاړي لوبډلې کې ګومارل شوي، او ځینې پخواني لوبغاړي نور په لوبډلې کې شتون نه لري. د قلم خط په اساس ښایي چې طوفان باید ګټونکی شي مګر زموږ ځوانان پر خپل نفس باندې اعتماد سره میدان ته د ننه کېږي، په بشپړه توګه چمتووالې لري او موږ د بریا لپاره لوبېږو – حتی مساوي پایله هم نه منو».

د طوفان هریرود او سیمرغ البرز تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړه‎پورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې   (Afghanpremierleague.official)څخه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې  (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.