بویر اګمابرډیو، د شاهین آسمایي روزونکي، د چارشنبې په ورځ، د ۱۳۹۵ کال د مرغومې په ۲۹ نېټه، کابل ته راغی تر څو د دې لوبډلې د چمتووالو او ګران تمرینونو څخه څارنه وکړي. ښاغلی بویر، د تاجېکستان هېواد وګړی دی چې د فیفا له خوا د روزنولۍ جواز لري؛ هغوی د تېرو درې څپرکو راهیسې، د افغانستان روشن غوره لیګ بهیر کې د شاهین روزنولۍ دنده پر غاړې لري. 

ښاغلي بویر د شاهین د لوبغاړو د ورحیې لوړوالې او د لوبې پیاوړتیا په برخه کې ډېره اړینه ونډه لوبولې او د دې لوبډلې لوبغاړي تل هغه ته په خاصه توګه درناوی کوي. د هغوی د روزنولۍ سره، شاهین په ۱۳۹۳، ۱۳۹۴، او ۱۳۹۶ کال کې په ترتیب، د افغانستان روشن غوره لیګ دوهم او لومړي مقام سرلیکونه خپل کړي. 

اوس‎مهال، دا لوبډله د لا زیاتو تمرینونو لپاره په یو ۱۰ ورځني بهیر کې قرنطین ده، دا تمریني پړاو د ۱۳۹۵ کال د سلواغې له ۱ نېټې څخه پیلېږي. 

ښاغلي بویر وویل، «امکان لري دا سیالۍ د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د شاهین لپاره تر ټولو ګرانه سیالۍ وي، ځکه چې دا لومړی ځل دی چې دا لوبډله په یوې سیمه‎ییزې سیالۍ کې لوبېږي، څرنګه چې د دې سیالیو کچه د افغانستان روشن غوره لیګ سیالیو په پرتله ډېر توپیر لري.» هغوی په دوام کې وویل، «که څه هم، ما پخپله، ټولو لوبغاړو او د نورو مسلکي غړو څخه هیچا د ماتې په اړه فکر نه دی کړی او زموږ تمه د بریا ده. خو بیا هم کابل ته زما راتګ د دې لپاره دی چې د لوبډلې مهارتونه لا زیات او کمزوري ټکې یې له منځه ولاړې شي. موږ لا زیاتې هلې ځلې کوو تر څو خپلې نیمګړتیاوې د امکان تر حده پورې ټیټې کړو.»

څرنګه چې هغوی وویل، د شاهین لوبغاړي د هر ډول خنډ سره مخامخ کېدنې لپاره چمتو دي. ښاغلي بویر ټینګار وکړ، «له دې سره چې د فوټبال لوبې پایلې د وړاندوینې وړ نه دي مګر زموږ ټوله لوبغاړي په بشپړه توګه چمتووالې لري؛ هغوی ځینې تر ټولو غوره لوبغاړي دي او د بریا لپاره خپلې بشپړې هلې ځلې کوي، نو ولې موږ د دې میدان ګټونکي نه شو.»

حتی د کابل سړې او برفي هوا هم و نه شو کولای د شاهین تمرینونه تم کړي. د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال کې د بریا په اړه ټوله ډېر زیات هیله‎من دي. 

د خپل تاجیکستاني سیال خوسیلوف پر وړاندې د شاهین آسمایي لومړنې سیالۍ، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ نېټه، د تاجیکستان پر وخت په ۱۵:۳۰ دقیقو د یاد هېواد د دوشنبې ښار په جمهوري لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

زموږ سره پاته شئ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام په بهیر کې د شاهین آسمایي د تمرینونو او چمتووالې په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com او یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلو د انځورونو نندارې لپاره، د غوره لیګ اینسټاګرام پاڼه afghanpremierleague.official لایک کړئ