په «الف» ډلې کې د خطر څخه نجات ترلاسه کونې لپاره د سپین‎غر بازان او موج‎های آمو، هغه دوې لوبډلې چې په ډله‎ییز پړاو کې د یوې بایلې او هیڅ امتیاز نه درلودنې سره د حذف کېدنې له خطر سره مخامخ دي، نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۱ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۶:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې په لاره واچول شوه. دا د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ ډله‎ییز پړاو اوومه سیالۍ وه. 

د لوبې پیل کې د سپین‎غر بازان لوبډلې تر منځ د څو پاسونو راکړې ورکړې وروسته، موج‎های آمو ډېر ژر د هغو د پاسونو لړۍ پرې کړه او په داسې حال کې چې خپل سیال یې دفاعي کرښې کې پرشاتګ ته اړ کړ، د لوبې لومړنې مګر بې‎پایلې ضربه یې د سپین‎غر بازان د ګول په لور ترسره کړه؛ مګر له دې برید وروسته د سپین‎غر لوبډلې ژر تر ژره یو ضد برید ترسره کړ او په پایلې کې یې د نوموړې لوبډلې تکړه لوبغاړي، فرهاد اندړ په ۸ دقیقې کې د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړ. 

بلې خوا ته، د موج‎های آمو څخه خسرو ګلدوست، هغه لوبغاړی چې د ټپي‎کېدنې له امله یې د نن ورځې سیالۍ کې د ګډون امکانات ډېر کم وه، مګر وعده یې کړې وه چې په هر حال کې خپلې دندې ته حاضرېږي؛ د لوبې په ۲۷ دقیقې کې د مساوي ګول ترسره کړ او لوبې ته یې د دوهم فاز حالت ورکړ.

 دواړو لوبډلو د مخکښ کېدنې په لټه کې، د لومړۍ نیمې تر پایلني شېبو پورې په مساوي توګه مبارزه وکړه. 

موج‎های آمو دوهمه نیمه تر خپل سیال وړاندې کېدنې په لټه کې د لا زیاتو هڅو سره پیل کړه او د خپل سیالې لوبډلې د ګول په لور یې پرلپسې بریدونه ترسره کړل، مګر زرغون‎اغوستونکو لوبغاړو په غوره توګه دا بریدونه دفع کړل او د ضد بریدونو څخه یې د پام وړ ګټه پورته کړه. 

که څه هم موج‎های آمو ۵۵ سلنه لوبه په واک کې درلودل، هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د لوبې تر پایه ۱ – ۱ مساوي پایلې کې کوم بدلون رامنځ ته کړي. خسرو ګلدوست د لوبې مساوي ګول ترسره کونې سره، د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. 

د دې سیالۍ غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پانې(www.youtube.com/afghanpremierleague)    څخه لیدنه وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official)  تعقیب کړی. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.