د عقابان هندوکش او د سپین غر بازانو لوبډله نن د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې یو د بل په وړاندي د لوبې ډګر ته وزي. دا د دواړو لوبډلو لپاره وروستی فرصت دی تر څو د خپل ګروپ په سر کې ځای پیدا کړي.

دواړه لوبډلې د څلورو امتیازاتو په درلودلو سره د الف ګروپ په لومړیو کې ځای لري. بازانو خپله لومړۍ لوبه د ۲-۲ په پایلې سره له موج های آمو لوبډلې سره مساوي کړې وه. خو په خپله دوهمه لوبه کې یی وکولای شول د ۳-۱ په قناعت بخښونکې پایلې سره اباسین څپې ته ماتې ورکړي. په دې سره د سپین غر بازانو لوبډله اوسمهال د الف ګروپ په سر سر کې ځای لري.

عقابانو د تیرې جمعې د ورځې په لوبه کې د بصیر عابر د دوهمې نیمې د وروستیو شیبو د ګول په مټ وکولای شول درې مهم امتیازونه تر لاسه کړي. عقابانو خپله لومړۍ لوبه له اباسین سره مساوي کړې ده.

د بازانو د بریدګرې کرښې لوبغاړی فهیم افکار به نن تر سخت فشار لاندي وي تر څو په ننۍ مهمه لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول وهنه تر سره کړي.

له شک پرته د ننۍ لوبې ګټونکی به مخامخ د دې سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. خو هغه لوبډله چې دا لوبه بایلې، باید د اباسین او آمو د راتلونکې جمعې لوبې ته منتظر پاته شي تر څو نیمه پایلوبو ته د خپل تګ د خوبونو تعبیرونه وګوري.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي. 
www.youtube.com/afghanpremierleague).