د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال سیمه‎ییز ټورنمنټ کې د کابل مرکزي حوزې څخه ۱۰ لوبډلو د ګډون جواز ترلاسه کړ. دا لوبډلې په دوو برخو ووېشل شوې، پنځه لوبډلې په «الف» او پنځه نورې په «ب» ډلې کې.

د یادو لوبډلو مدیروانو او د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي سلاکار مدیر، محمد یوسف کارګر، د ۱۳۹۵ کال د غویی  په ۴ نېټه، د دې ټورنمنټ په اړه د لا زیاتو معولوماتو او خبرواترو لپاره یوه غونډه په لاره واچول. د افغانستان فوټبال فډراسیون چارواکو یادې لوبډلې د قوانینو مراعات کونې لپاره وهڅول.

د کابل سیمه‎ییز ټورنمنټ پچې‎اچونې پر اساس، پنځه لوبډلې – اتحاد، سره‎میاشت، سباوون، د اردو ځوانان، او امرخېل – په «الف» ډلې کې او پنځه نورې لوبډلې – فیروزي، د سفیر، اردو، د پنجشېر ځوانان، او استقلال – په «ب» ډلې کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

د کابل سیمه‎ییز ټورنمنټ د ۱۳۹۶ کال د غویی له ۵ نېټې څخه پیلېږي او د ۱۳۹۶ کال د غویی تر ۱۴ نېټې پورې پای ته رسېږي.
د ‎«الف» ډلې څخه د سره‎میاشت او امرخېل لوبډلې د ۱۳۹۶ کال د غویی په ۵ نېټه، د کابل پر مهال له غرمې نه وروسته په ۰۲:۰۰ بجو، او د اردو ځوانان او سباوون هم په یادې نېټه، د کابل پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۴:۰۰ بجو د یو بل پر وړاندې لوبېږي.

په «ب» ډلې کې د سفیر او استقلال، د ۱۳۹۶ کال د غویی په ۶ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۲:۰۰ بجو، او د پنجشېر ځوانان او اردو لوبډلې، له غرمې نه وروسته په ۰۴:۰۰ بجو، له یو بله سره سیالۍ کوي.

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د دې لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د لا زیاتو انځورونو او کلیپونو نندارې لپاره، د افغانستان غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official، او یوټیوب پاڼه، www.youtube.com/afghanpremierleague تعقیب کړئ.