د جاپان فوټبال فدراسیون هوکړه کړې چې د درې ابتکاري کړنو له لارې د افغانستان فوټبال وړتیا زیاته کړي. د دې هوکړه لیک پربنسټ، د جاپان په مرسته د افغانستان فوټبال فدراسیون سټدیوم په رڼا اچوونکو څراغونو سمبالېږي. وروسته له دې، د افغانستان روشن غوره لیګ لپاره د شپې له خوا هم د لوبو د لاره اچونې فرصت برابرېږي. همدارنګه د جاپان فوټبال فدراسیون د ځوانو لوبغاړو، هغه ځوانان چې په غوره لیګ کې د لوبو کولو هیله لري، لپاره د میني فوټبال ډګر هم برابروي. په افغانستان کې د فوټبال لومړني حرفوي اکاډمۍ جوړونه د دې پروژې دریم پړاو دی. دا اکاډمي د افغانو لوبغاړو د مهارت د لوړوالي په موخه جوړېږي.
دا هوکړه لیک د نیتايي حرفوي فوټبال اکاډمۍ سره د همکارۍ په شمول دی. دې اکاډمۍ په فوټبال او تحصیلي خپرونو کې د ځوان افغان لوبغاړو روزنه په غاړه اخیستې.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ د ملي ټیم لوبغاړو لپاره، د نپون په زده کړې او ورزش پوهنتون کې تحصیلي بورسیې هم په پام کې نیول شوي. دا لوبغاړي کولای شي د ورزش مدیریت، روزنې، ورزشي طب او  تغذیې په برخو کې په لوړه کچه زده کړو ته ادامه ورکړي.
له دې کبله د افغانستان روشن غوره لیګ او د افغانستان فوټبال فدراسیون د جاپان فوټبال فدراسیون د مرستو څخه مننه کوي.