د ۹۳ کال غوره لیګ د پيل سره، کارپوهانو د ډله ییز پړاو څخه د «د میوند اتلان» د وتنې شانس څه نا څه ناشونی ګڼلی وو. د سهیل لوبغاړو په سختې ډلې کې شتون موندلی وو، هغوی د غوره لیګ د لومړني پړاو اتل، طوفان هریرود، د تېر کال د اتل مرستیال، سیمرغ البرز، او پياوړي شوي ټیم، د سپين غر بازان سره په یوه ډله کې یو ځای شوي ول.

«میوند»، په خپل لومړۍ لوبه کې طوفاني ښکاره شو او د ۳-۱ قاطع بریا سره یې «سیمرغ» ته ماته ورکړه. ددې بریا سره هغوی نورو ټیمونو ته کرښه وباسله. د هغوی وروستۍ سیالۍ د لوېدیځ د «طوفان» سره وه، هغه سیالۍ چې ګټنه یې د دواړو ټیمونو لپاره برخه لیک جوړونکې وه. هغوی د یوې دفاعي لوبې او د بریدونو پر ضد کړنو سره وکولای شول د ۲-۱ پایلې سره طوفان ته ماته ورکړي. ددې بریا سره د لویدیځ لوبغاړو د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ د وروستۍ نیمې پړاو ته لاره وموندله. د ډله ییز پړاو په وروستۍ لوبه کې «میوند»، «د سپین غر بازان» په وړاندې ماته وخوړه او په وروستۍ نیمه کې د «عقابان هندوکش» په وړاندې ودرېد.

د حذفي پړاو په تګ لوبه کې د مرکز زون عقابان سره د لوېدیځو لوبې ګټونکی نه درلود. په راتګ لوبه کې، د پنالټي په نه هېرېدونکې شېبه کې، هغوی د ۷- ۸ پایلې سره فینال ته د لارې موندنې څخه پاتې شول. که څه هم میوند فینال ته لاره ونه موندله خو ددې ټیم مینه وال د خپل ټیم د کړنې څخه خوښ ول. په پاې کې ددې ټیم دوسیه د څلورم مقام په ترلاسه کولو او د ۹۳ کال لیګ په ځوانمردانه لوبه کې په لوبې وتړل شوه.