د اباسین څپې لوبډله د خوست، لوګر، پکتیا، غزني، پکتیکا، او میدان وردګ ولایتونو څخه استازېتوب کوي. د افغانستان روشن غوره لیګ په ټولو څپرکو کې د ګډون سربېره، دې لوبډلې تر اوسه پورې کوم د پام وړ لاسته‎راوړنه نه درلوده. 

دې لوبډلې د خپلې پرلپسې ناکامۍ لړۍ ماتونې لپاره او د دې لپاره چې وکولای شي د ډله‎ییز پړاو څخه صعود وکړي، لا زیات تمرینونه او چمتووالې پیل کړې؛ د اباسین څپې دا څپرکی په بشپړه توګه د بریا په تمه پیل کړ. دې لوبډلې د خپل واکمنتیا لوړوالې لپاره، د پلازمېنې څخه شپږ لوبغاړي په خپل ترکیب کې وګومارل. د دې لوبډلې د هدایت او څارنې دنده د فیفا له‎خوا روزل شوي یو مربي پر غاړې وه. د اباسین څپې دې شان توپیرونو ته پاملرنې سره نیمه‎پایلني پړاو ته لارې موندنې جواز ترلاسه کونې لپاره، ډېره هیله‎منه وه. 

مګر بخت له دې لوبډلې سره یار نه وو او د دې څپرکې د پچې‎اچونې پر اساس، دې لوبډلې په «الف» ډلې، د مرګ ډله، کې ځای وموند، چېرته چې باید د میوند اتلان، شاهین آسمایي، او طوفان هریرود پر وړاندې لوبېدلې وای. دا لوبډله د خپل ډله‎ییز پړاو لومړۍ سیالۍ کې، ۰ – ۳ د اتلان پر وړاندې ماتې وخوړل او دوهمې سیالۍ کې یې د یوې ګرانې ۰ – ۵ پایلې سره د شاهین څخه ماتې وخوړل؛ او د دې پړاو وروستۍ سیالۍ کې یې، ۰ – ۲ د طوفان هریرود څخه ماتې وخوړل. 

د اباسین څپې تر اوسه نه ده بریالې شوې چې د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه‎پایلني پړاو هیڅ کومې سیالۍ ته لاره ومومي. دا لوبډلې د دې ماتو مننې او د هیڅ کوم امتیاز نه ترلاسه کونې سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتمې لوبډلې په توګه وپېژندل شوه. 

د اباسین څپې د لوبو حساسې شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د  لاسرسۍ وړ دي. د دې لوبډلې او د افغانستان روشن غوره لیګ په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د دې لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د سپین‎غر بازان د لوبډلې لا زیاتو انځورونو نندارې لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه Afghanpremierleague.official لایک کړئ.