موج‎های آمو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سترو هیلو او بشپړ ډاډ سره پیل کړ. د دې څپرکې پچه‎اچونې، موج‎های آمو د ډله‎ییز پړاو په «ب» ډلې کې راوستل، څرنګه چې دا لوبډله د سیمرغ‎البرز، عقابان هندوکش، او د سپین‎غر بازان پر وړاندې لوبېدنې ته اړ شوه. 

د آمو لوبډله په ډله‎ییز پړاو کې د ۰ – ۱ پایلې سره د عقابان هندوکش له وړاندې تېره شوه. که څه هم، د سیمرغ پر وړاندې د موج‎های آمو هلې‎ځلې د ۱ – ۴ پایلې سره پای ته ورسېدې مګر د ډله‎ییز پړاو په دریمې لوبې کې د ۱۳۹۴ کال اتلولۍ سرلیک مدافع (د سپین‎غر بازان) پر وړاندې د دې لوبډلې ۲ – ۰ پایله یو د پام وړ لاس‎ته راوړنه وه. 

آمو د ۶ امتیازونو ترلاسه کونې سره د پنځم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل، چېرته چې د سهیل استازی، د میوند اتلان د هغو په تمه وو. موج‎ها د دې پړاو په تګ لوبې کې د ۲ – ۳ پایلې سره د خپل پیاوړي سیال څخه ماتې وخوړل. د دې پایلې د جبران لپاره، د آمو لوبغاړي په راتګ لوبې کې د میوند اتلان د ګول پر وړاندې ګڼ‎شمېر شاټونه ووهل خو د هغو دا هڅې کومه ګټه نه درلوده او اتلان د ۲ – ۰ پایلې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړه. له دې ماتې سره د دې لوبډلې یوازینې هیله، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دریم مقام سیالۍ وه. 

د دې څپرکې په رده‎بندۍ سیالۍ کې، موج‎های آمو د سیمرغ البرز پر وړاندې لوبېدنې ته اړ شوه. د دې لوبډلې لوبغاړو د لوبې په پیل کې هڅه درلوده چې د خپل چټک بریدونو سره خپل سیال تر اغېزې لاندې راولي او د بریا سره خپل کور ته ستانه شي. که څه هم، سیمرغ وکولای شو خپل ور تړلی وساتي او د ۱ – ۰ پایلې سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړي. 

موج‎های آمو د افغانستان روشن ۱۳۹۵ کال څلورم مقام ګټونکي په توګه وپېژندل شو. 

تېر کال، آمو د خپل هڅو او دریز سره د لومړي ځل لپاره د خپل کلوب په تاریخ کې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل؛ په هغه څپرکې کې د افغانستان روشن غوره لیګ – فیفا ننګیالي لوبې ډالۍ دې لوبډلې ته ځانګړې شوه. 

د دې سیالیو بشپړ ویډیو کلیپونه او په زړه‎پورې حساسې شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د لاسرسۍ وړ دي. د پنځم څپرکې انځورونو نندارې لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه   afghanpremierleague.officialتعقیب کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ.