
سیمرغ البرز د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال بهیر د ۱۳۹۴ کال اتلولۍ سرلیک ګټونکي، د سپینغر بازان پر وړاندې یوې بریا سره پیل کړ. وروسته، دې لوبډلې د خپل ډلهییز پړاو په سیالیو کې، د ۴ – ۱ پایلې سره موجهای آمو ته ماتې ورکړه او د عقابان هندوکش پر وړاندې یې د ۱ – ۲ پایلې سره ماتې وخوړل. سیمرغ د ۴ امتیازونو ګټنې او د زیاتو ګولونو توپیر سره وکولای شو نیمهپایلني پړاو ته لاره ومومي.
سیمرغالبرز، د ۱۳۹۳ کال نوروزي ټورنمنټ کې ښه وځلېد، څرنګه چې د اتلولۍ سرلیک یې خپل کړ. د پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره د شمال استازې لېوالتیا او هلېځلې د دې لامل شوه چې په نیمهپایلني پړاو کې ډېر غوره وځلېږي؛ که څه هم هغوی و نه شو کولای له دې پړاو څخه بریالي تېر شي.
څرنګه چې تمه کېدل، سیمرغ البرز د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمهپایلني پړاو کې د دې لیګ یوې پیاوړې لوبډلې، شاهین آسمایي پر وړاندې د پام وړ فرصتونه تر لاسه نه کړه. سیمرغ و نه شو کولای په خپل تګ لوبې کې د شاهین آسمایي ځواکمن بریدونو پر وړاندې خپل ګول وساتي او د ۰ – ۸ پایلې سره یې د یادې لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړل. که چېرته سیمرغ البرز په دې سیالۍ کې یوه ښه پایله ترلاسه کړې وای نو امکان یې درلود چې یوه د هیلې کړکۍ یې پر وړاندې خلاصه شي مګر دا هیله بشپړه نه شوه. له دې سره چې سیمرغ وکولای شو په راتګ لوبې کې د ۳ – ۲ پایلې سره شاهین ته ماتې ورکړي خو پایلني پړاو ته د صعود لپاره دا پایله د ګټې وړ نه وه.
څرنګه چې سیمرغ البرز او موجهای آمو په نیمهپایلني پړاو کې د خپل سیال لوبډلو له خوا ماتې خوړلې وه، دا دوې لوبډلې د دریم مقام ګټنې لپاره د یو بل پر وړاندې ولوبېدې. په پای کې، سیمرغ وکولای شو د ۱ – ۰ پایلې سره موجهای آمو ته ماتې ورکړي او د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دریم مقام خپل کړي.
منیرالحق ندیم، مصطفی رضایي، او حکمت الله مرادي د دې لوبډلې ځینې نامتو څېرې وې.
د دې سیالیو بشپړ ویډیو کلیپونه او همدارنګه غوره او په زړهپورې حساسې شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوبپاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د لاسرسۍ وړ دي. د پنځم څپرکې انځورونو نندارې لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه afghanpremierleague.officialتعقیب کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ.