د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې د میوند اتلانو لوبډلې له یو غښتلي ترکیب سره په دې لوبو کې ګډون کړی وو. یادې لوبډلې وکولای شول چې د افغانستان روشن غوره لیګ په دې پړاو کې دریم مقام تر لاسه کړي. دا د میوند اتلانو د لوبو په تاریخ کې دریم ځل وو چې دوی وکولای شول د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره پیدا کړي. د ۱۳۹۲ کال یوازینی هغه کال وو چې په هغه کې د میوند اتلانو حتي یوه لوبه هم نه وه ګټلې.

د میوند اتلانو پرانیستونکې لوبه د طوفان هریرود په وړاندې تر سره شوه چې دا لوبه د ۲-۲ مساوي پایلې سره پای ته ورسیده. په خپله دوهمه لوبه کې د میوند اتلانو وکولای شول چې د ۲-۱ په پایلې سره د سیمرغ البرز لوبډلې ته ماته ورکړي. خو په دریمه لوبه کې بیا د میوند اتلانو لوبډله د شاهین آسمايي له لوري د ۱-۰ په پایلې سره په ګونډو شوه. 

که څه هم د میوند اتلانو  لوبډلې په ګروپي سیالیو کې یوازې یوه لوبه ګټلې وه خو همدا یوه ګټه د دوی لپاره کافي وه چې دوی يې د نیمه پایلوبو پړاو ته ورسول. په نیمه پایلوبو کې اتلان له سپین غر بازانو سره مخامخ شول چې په لومړۍ لوبه کې دوی د ۱-۰ په پایلې سره بریا تر لاسه کړه خو په دوهمه لوبه کې بازانو بیا سر را پورته کړ او لومړی يې د خپل یوه ګول پور ادا کړ او بیا يې د پینالټي شوټونو په زړه راښکونکې لوبه کې د ۴-۲ په پایلې سره اتلانو ته ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې چې د دریم مقام لپاره تر سره شوه د اتلانو لوبډله له موج های آمو سره د سیالۍ ډګر ته ووتل چې په پایله کې دوی وکولی شول د ۵-۱ په پایلې سره یادې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې دریم مقام تر لاسه کړي.