د افغانستان روشن غوره لیګ د ټولو ٨ ټیمونو لوبغاړي تېره اونۍ کابل ته راورسېدل، او په ډېر تلوار سره د لیګ اصلي لوبې ته چې د شاهین آسمايي او اباسین څپې تر منځ د آګست په٢٨ نېټه پیل کېږي، په تمه دي. دا لوبې په انحصاري توګه د طلوع، لمر شبکو، آرمان اف ام، او آراکوزیا اف ام راډیو ګانو له لارې خپرېږي. دا لوبه د افغانستان روشن غوره لیګ د یوتیوب د پاڼې څخه هم خپرېږي. (www.Youtube.com/afghanpremierleague)

په دې درې دورو کې د لومړي ځل لپاره، لوبغاړو د ١٨ کسانو څخه ٢١ کسانو ته زیاتوالی موندلی. دا زیاتوالی د افغانستان روشن غوره لیګ سره د فوټبال د با استعداده مینه والو د مینې د زیاتوالي له کبله دی. په دې دوره کې، با استعداده افغان لوبغاړي د تاجکستان او ازبکستان څخه د حرفوي او د فیفا له خوا د منل شویو څارونکو د نظر لاندې دي.

زمري سالنګي ( د عقابان هندوکش ټیم څخه برید کوونکی لوبغاړی) د دې څارونکو د نظر لاندې د لوبې کولو د فرصت په اړه وېلې دي: " زه ډېر خوش شانسه یم چې د دې با تجربه مربیانو د نظر لاندې لوبه کوم. د هغوي او زمونږ د افغان مربیانو په مرسته، عقابان هندوکش هرو مرو نیمه وروستي پړاو ته لاره مومي. " سالنګي د افغانستان روشن غوره لیګ د سږ کال با استعداده لوبغاړو له ډلې څخه دی. دا ١٩ کلن لوبغاړی چې په کابل کې زېږېدلی او لوی شوی، د کوچني والي څخه دا هیله لري چې د فوټبال غوره لوبغاړی شي. " د کوچنیوالي څخه، د یوازیني شي په اړه چې ما فکر کاوه هغه فوټبال وو. غواړم چې د افغانستان غوره لوبغاړی شم."

ټول لوبغاړي په هغه کورونو کې اوسېږي چې پوره توکي لري او د افغانستان روشن غوره لیګ له خوا د هغوی لپاره چمتو شوي. د هغوی د اوسېدو ځای د کابل په شهر نو سیمه کې دی او د افغانستان فوټبال فدراسیون د شین ډګر استیدوم نه ١٠ کیلومتره واټن لري. د ټولو ٨ ټیمونو د تمرین خپرونه په پرلپسې توګه په دې استدیوم کې ده.