د افغانستان د هیجان څخه ډک فوټبالي خبرونه په دې اوونۍ کې د افغانستان د کلپونو د اتلولۍ سیالیو د پای په شمول وو. دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا په لاره واچول شوه چې په هغې کې د افغانستان روشن غوره لیګ ډېریو ستورو شتون درلود. دا ټورنمنټ د ۱۳۹۳ کال د لندۍ په ۳۰ نېټه پيل شو او یوه اوونۍ یې دوام وکړ. پایلوبه د مرغومې په  ۷ نېټه د «کابل بیګ بیر» او «شاهین کندز» لوبډلو تر منځ په لاره واچول شوه چې د ۳ – ۰ پایلې سره د کابل په ګټه پای ته ورسېده.

د افغانستان د ۸ زونونو په استازی توب ۸ لوبډلې په دوو څلور لوبډلي ډلو ووېشل شوې. د «الف» په ډله کې د هرات استقلال، فاریاب استقلال، د هلمند هارون پوپل او د غزني ښاروالې لوبډلو شتون درلود او د کابل بیګ بیر، د کندز شاهین، د ننګرهار ښوونه او روزنه، د کاپیسا پيمان محمود راقي لوبډلې ددې څپرکي په «ب» ډله کې شامل وې.

د ډله ییز پړاو د پای څخه وروسته، څلورو ټیمونو د وروستۍ نیمې پړاو ته لاره وموندله. ددې پړاو په حذفي لوبو کې، د شمالیانو، د کندز شاهین او د فاریاب استقلال، لوبه د شاهین په ګټه پای ته ورسېده او د پلازمېنې لوبډلې هم د هلمند هارون پوپل ټیم ته ماتې ورکړه. اوس د اتلولۍ د مقام د ترلاسه کولو لپاره دوه هغه لوبډلې چې په خپل جوړښت کې د غوره لیګ ګڼ شمېر لوبغاړي درلودل، د یو بل سره مخامخ شوې.

د پلازمېنې ټیم په جوړښت کې، جمیل، حزب الله، امرالدین شریفي، مبین فردین، امید عظیمي او مقدر قاضي زاده شتون درلود په داسې حال کې چې د شاهين لپاره مسعود قاري زاده، قسمت احمدي، عتیق الله شیرزاد او عارف بصيري لوبه کوله. د غوره لیګ د ګڼ شمېر لوبغاړو درلودو د کابل لوبډلې لپاره سیالۍ ستونزمنه کړه په دې توګه چې خرسونو په آسانۍ سره وکولای شول د ۳ – ۰ پایلې سره شاهین ته ماتې ورکړي.