افغانستان به د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولیو په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د مرغومې په دریمه نیټه له بنګله دیش هیواد سره لوبه وکړي.

د افغانستان ملي لوبډله به له خپلې اتلولۍ څخه چې دوه کاله مخکې يي په همدې ټورنمنټ کې تر لاسه کړ وه، دفاع کوي. د افغانستان ملي لوبډله د سږ کال د لیندۍ په ۱۹ مه نیټه په کابل کې سره راټول شول تر څو په خپل تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي. افغان لوبډلې خپل دوه تمریناتي کمپونه چې په کابل کې تر سره شول، په بریالیتوب سره پای ته ورسول او د خپل دریم تمریناتي کمپ لپاره چې دقطر په هیواد کې تر سره کیږي، د لیندۍ په ۲۲ مه نیټه یاد هیواد ته سفر کوي.

سږ کال د افغانستان په ملي لوبډله کې د افغانستان روشن غوره لیګ لس لوبغاړي ګډون لري چې د سویلي آسیا د فوټبال په اتلولیو کې به برخه واخلي. هغه لوبغاړي چې ملي لوبډلې ته يي لاره پیدا کړې ده، د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبو کې ښه ځلیدلي وو. له میوند اتلانو څخه مصطفی افشار، له سپین غر بازانو څخه روهید سمندري او عبدالله ابدالي، له شاهین آسمايي څخه فردین حکیمي، فردین کوهستاني او سید محمد هاشمي، له موج های آمو لوبډلې څخه قسمت احمدي او محبوب کاکړ، له طوفان هریرود څخه عبدالحق تیموري او همدارنګه له عقابان هندوکش لوبډلې څخه انور اکبري هغه لوبغاړي دي چې ملي لوبډلې ته يي لاره پیدا کړې ده.

د هندوستان هیواد د ټریواندرام ساحلي او له ګڼه ګوڼې څخه ډک ښار به د دې سیالیو کوربتوب وکړي چې د مرغومې له دویمي بیا تر دیارلسمي نېټې څخه په یاد هیواد کې تر سره کیږي.