ټولټاکنې د افغانستان د راتلونکې ولسمشر د ټاکنې لپاره د ۲۰۱۴ کال د آپریل په ۵مه نیټه په لاره اچول کیږي. د افغانستان لپاره یو په پښو ولاړه راتلونکې تر زیاتې اندازې پورې د دي سره تړاو لري چې څومره خلک رایه ورکوي. هر څومره زیاد خلک چې رایه  ورکړي، په هماغه کچه خلک بریالی کس منې.

ټولټاکنه کولاې شي د افغانستان راتلونکې په سوله ایزه توګه وټاکې.

د افغانستان روشن غوره لیګ (RAPL) او د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ( IEC) سره یو ځاې شوي تر څو تاسو وهڅوې: تر څو د سولې لپاره رایه ورکړي!

که د ۲۰۱۴ کال د آپریل تر ۵مې نيټې ۱۸ کلن کیږې، کولاې شي د هیواد په ګوټ ګوټ کې د نوم لیکنې په بیلابیلو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي.

د ټولټاکنو په  اړه لازیاد معلومات او دا چې څه ډو ل د رای ورکونې لپاره نوم لیکنه وکړي، دلته کولاې شي ترلاسه کړي:   http://www.iec.org.af/ps/