رحمت الله خوستی د درې وو شیانو مین دی، کورنۍ، افغانستان، او فوټبال. د فوټبال شور او هیجان د کوچنیوالي څخه د هغه په وینه کې شتون درلود، هغه د خپل ورونو او خپلوانو سره د خوست په خاورینو ځمکو کې لوبه کوله. د یوه ځوان په توګه هغه هیله درلوده چې د افغانستان د فوټبال په حرفه یې لیګ کې لوبه وکړي خو د هغه دې هیله د هېواد امنیتي شرایطو د خرابېدو له امله خپل رنګ له لاسه ورکړ.

د افغانستان روشن غوره لیګ څخه مخکې، خوستي په حرفه یې توګه په میرآن شاه کې لوبه کوله، هغه ښار چې د پاکستان د قومي فدرال په سیمو کې د شمالي وزیرستان د فرمان ورکونې مرکز دی. " امنیت، په خوست کې تل لویه ستونزه وه. په داسې حال کې چې حتا د کورنیو امنیت په خطر کې دی نو خلک به څنګه د فوټبال د لیګ په جوړونې فکر وکړي. نو له دې کبله ما پرېکړه وکړه چې د لوبې کولو لپاره پاکستان ته ولاړ شم. د افغانستان روشن غوره لیګ د حرفه یې فوټبال هیله ریښتینې کړه او د دې لامل وګرځېد چې زه بېرته خپل زېږون ځای او کورنۍ ته راوګرځم."

په ۱۹۳۲ کال کې، د سیمه ییزو ټورنمنټونو په لړ کې خوستي د اباسین څپې ټيم کمیس په ځان کړ. هغه وایې نشي کولائ هغه خوښي بیان کړي چې په ټیم کې وټاکل شو. " خوښ یم چې د خپل زیږون ځای، خوست، د ټیم لپاره لوبه کوم. په پاکستان کې د لوبې څخه او یا هم د پاکستانیانو نه ناراضه نه یم خو خوښ یم چې نور هلته لوبه نه کوم." د دې څپرکي په لوبو کې د اباسین څپې ټیم د کاپيټان په توګه ګومارل شوی.

رحمت الله لوړ قدی او ډنګر ځوان دی. هغه له تاسو سره په پوره توګه رسمي او په دېر درناوي سره خبرې کوي حتا فکر کوئ چې هغه په یوې محکمه کې د قاضي سره خبرې کوي. د هغه ویښتان اوږده او ګډوډ دي او د کوچنیانو په څېر د هغه په شونډو تل خندا ښکاري.

د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبغاړو په استوګنځای کې مې څو دقې د خوستي او د هغه د ټیم د غړو سره تېرې کړې. په داسې حال کې چې د هغوی سره مې شوخۍ او ټوکې کولې، ناببره خوستی زمونږ په خبرو کې راغی او په لوړ غږ یې ووېل، " ښاغلی احمدزی، مونږ باید په یوې ګوښه خونې کې سره مرکه وکړو." کله چې مې د دې کار د لامل په اړه د هغه څخه پوښتنه وکړه، هغه ووېل: " زما د ټیم غړي قوارې کوي او داسې یو کار کوي چې زه وخندم نو هغه وخت ستاسو پوښتنو ته ځواب نشم درکوی." مونږ ټولو د رحمت الله په اندېښنې وخندل او وروسته له هغې یوې ګوښې خونې ته ولاړو.

رحمت الله د یوې لويې کورنۍ څخه دی، هغه ۱۰ خویندې او ورونه لري. هغه یوازې د خپلو ورونو نوم واخیست او خویندو ته یې هیڅ اشاره ونکړه نو د همدې لپاره مې د هغه نه هیڅ پوښتنه ونکړه. په داسې حال کې چې افغانستان په تېرو ۱۳ کلونو کې د پرمختګ په لور لوړ ګامونه پورته کړي خو لاتراوسه هم دلته قومي کلتور حاکم دی. رحمت الله پښتون دی او د هغوی په دودیز کلتور کې د پردي کس له خوا په مستقیمه توګه د یوې ښځې د نوم اخیستل بې ادبي ده. هغوی په دې اړه د منلو وړ کلمې " وارا" څخه چې د نوي ځوان په معنا ده، ګټه اخلي.

د سه شنبې په ورځ د وږې په ۲۷ نېټه، د مازدیګر په ۰۳:۳۰ بجو ټول خوست او د رحمت الله کورنۍ د موج های آمو په وړاندې د اباسین څپې هغه سیالۍ ګوري چې کاپيټان یې رحمت الله دی. دا لوبه په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلوېزیونونو او آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. همدارنګه تاسو کولائ شئ دا لوبه د افغانستان روشن غوره لیګ د یوتیوب له کانال څخه هم ووینئ.

(https://www.youtube.com/afghanpremierleague).