مونږ په یوې ساده او د ملګرتیا څخه ډکې ډلې کې ناست وو، ځینې لوبغاړو په هغه سور ټغر چې تازه خور شوی وو، پلتی وهلې وه او ځینې نور په خپل دري پوړه کټونو غزیدلی ول. د نیمې ورځې د خپرونو اعلان په هغه ټلویزیون کې چې پاس وه، اوریدل کیده. له نیکه مرغه مینځل شوي جامې او د هغوي بوټان د باندې په برنډې کې ول.

عارف بصیرې د پنجشنبه د ورځې د لوبې په اړه وویل: " زه فکر کوم مونږ به دوه پر صفره بریالې شو". "بلاخره، زما کلپي ټیم د کندز څخه د مزار شریف څخه د یو کلپي ټیم سره لوبه وکړه او دوه  پر صفره بریالی شو. د هغې دوه ټیمونو څخه ډیر لوبغاړې اوس مهال په غوره لیګ شتون لري".

بصیري د آمو څپې ( موج های آمو) په ټیم کې چې د ۲۰۱۳ کال د روشن په غوره لیګ کې د افغانستان د شمال خټیځو ولایتونو استازی دی. د دي ټیم کپټان تر اوسه ټاکل شوی نه دی خو بصیري به د پنج شنبه د ورځې د لوبې لپاره چی وروسته له غرمې په څلورو بجو د افغانستان د شمال د ټیم، سیمرغ البرز ( د یو افسانه یې مرغه یادونکی) په وړاندې ده، ۱۰ مه شمیره کمیس به په ځان کړي.

د سیمرغ البرز د لوبغاړو د لوبې د وړاند وینې د ریپوټ د چمتو کولو لپاره یوازې اړتیا وه چې یو پوړ پاس لاړ شو تر څو هغې دروازه ته ورسیږو چې د ټیم په لوګو ځانګړې شوي وه. د لیګ د لوبو په ترڅ کې، د غوره لیګ مسؤلینو د مربیانو د او د میشتو اته ټیمونو د لوبغاړو د اوسیدو لپاره یې یو آرام او چپ ځای په پام کې نیولې دی. دا ځای د شنې سیمی، د باندې یوه کافه تریا، په خوب ځایونو کې د خوب کټونه او د یو شمیر ټلویزیونونو د درلودو امکانات لري.

هغوي د اوبو له نظره د نشت والې سره مخ دي ځکه چې لوبغاړي تل د حمام کولو ( ځان مینځلو ) په حال کې دي. مونږ د دوه لوبغاړو د خولې څخه واوریدل چې ویلې یې په داسې حال کې چې حمام یې پای ته نه وو رسیدلی، د هغوي لپاره نور په ټانکرونو کې اوبه نه وي پاتې شوې. او د هغو نورو هم ټیمیانو کله چی په سطلونو کې هغوي ته اوبه راوړلې، د هغوي سره یې ډیري ټوک ټکالې وکړي.

مونږ همدارنګه یو لوبغاړۍ ولید چی هم د لوبې کولو ډول یې او هم د بدن استایل یې د کریستیانو رونالدو په پرتله ښکاروه. هغه دوهمه خبره په عجیبه توګه جوته کړه په داسې حال کې چې، اړ یو تر څو د لومړي ادعا د جوتولو لپاره یې تر پنج شنبه تر ورځې په تمه پاتې شو، کله چې هغه په ډیر احتمال سره د آمو څپې لپاره د ۷ مې شمیري کمیس سره لوبه وکړي.

له دي سره چې سل ځوان نارینه د یو کور د چت لاندې دي، اوضاع د هغه شي څخه چې وړاندوینه کیده آرامه وه. لوبغاړي لاتر اوسه د هیواد د نورو سیمو څخه د خپلو سیالانو د پيژندلو په حال کې دي. سربیره پر دي، هر لوبغاړۍ کولاې شي د خپل هم ټیمې لپاره د غوره لیګ په لاره کې یو خنډ اووسې.

مصطفی رضايي د "سیمرغ البرز" د ټیم د منځنې کرښې لوبغاړۍ او د افغانستان د ملې ټیم غړي وویلې: " زه د لوبې پایله ۱ـ۳ په خپله ګټه وړاندوینه کوم. خو یوه ښه او په زړه پورې لوبه د بریالیتوب او ماتې څخه اړینه ده. خو د "موج های آمو" ټیم یو ځوان او د هڅې څخه ډک ټیم دی او مونږ د هغوي لپاره د بریالیتوب هیله لرو".

اسلام امیري د افغانستان د ملې ټیم غړې هماغه خبره یې چې د پاکستان په وړاندې په لوبه کې کړي وه بیا یې تکرار کړه.

د رضایې او امیري ورزشي اخلاق باید وستایل شي خو کله چی د پنجشبه په ورځ وروسته له غرمې شپيلې ووهل شي، سیالی پيل کیږي.