د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې تیره یکشنبه د سویلي آسیا د فوټبال د اتلولیو پایلوبه د ۲-۱ په پایلې سره هندۍ لوبډلې ته وبایلله. له دې لوبې وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې مرستیال روزنکې له رسنیو سره په یوه خبري کنفرانس کې د افغان لوبډلې د ماتې او په لوبه کې د افغانستان د چانسونو په اړه خبرې کړي دي. 

"موږ هر وخت د لوړې کچې فوټبال کوو. هر وخت د داسې لوړې کچې ساتل هم ګرانه خبره ده. دوه پینالټيانې چې باید د ریفري له خوا اعلان شوې وای، اعلان نه شوې خو بیا هم زه فکر کوم چې موږ باید ډیر ګولونه تر سره کړي وای." 

ده وویل چې له لوبې وړاندې يي هندۍ لوبډلې ته په کمه سترګه نه دي کتلي او زیاته يي کړه چې: "هندۍ لوبډله یوه ښه لوبډله ده. دوی هڅه وکړه چې ښه فوټبال وکړي او دوی همدارنګه له ځان سره ښه لوبغاړي لري." 

په یاده لوبه کې د افغانستان مخکښ لوبغاړی خیبر اماني په لومړي سر کې په یوولس کسیزه لوبډله کې نه وو اخیستل شوی خو مرستیال روزونکی وایې چې د دوی لومړنی یوولس کسیزه لوبډله یوه ښه لوبډله وه. 

"تاسو کولای شئ د لوبې له پیل سره سم یوولس لوبغاړي لوبغالي ته کوز کړئ. موږ خپله کورنۍ دنده تر سره کړې وه او فکر مو کولو چې دا تر ټولو ښه ترکیب دی خو له بده مرغه موږ ونه شو کولی چې ډیر ګولونه تر سره کړو." 

ده همدارنګه هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي د افغان لوبډلې د دفاعي کرښې تیروتنه د دې سبب شوه چې د هندوستان سنیل چیتري د خپلې لوبډلې لپاره د بریا ګول تر سره کړي او په دې سره یاد جام له ځان سره په خپل کور کې وساتي. 

"فکر نه کوم چې هغه یوه تیروتنه وه بلکه کولای شو دې ته یو سوی تفاهم ووایو. په دې وخت کې هندي بریدګرانو خپل کار وکړ."

دا لوبې د افغانستان لپاره د سویلي آسیا د فوټبال په اتلولیو کې وروستۍ لوبې وې او له دې وروسته به افغانستان د فوټبال د مرکزي آسیا په زون کې لوبه کوي.