د شلمي پیړۍ په درشل کې، فوټبال په افغانستان کې تر نورو سپورتي برخو مخکښ وو خو دجګړې د لسیزو په جریان کې چې افغانستان یې ویجاړ کړ دا سپورتي برخه هم له منځه ولاړه. د طالبانو له را پرزیدو وروسته په ۲۰۰۱ کال کې یو ځل بیا د سپورت د سرګرمي هیلي د خلګو په منځ کې را ژوندۍ شوې.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون په کال ۱۹۲۲ کې تاسیس او په کال ۱۹۴۸ کې د فیفا غړی شو. په تیرو پنځو کلونو کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون لوبغالی د ټولو کورنیو او بهرنیو لوبو کوربه پاته شوي ده خو ددې لوبغالي تر ودانولو وړاندي په افغانستان کې د فوټبال دلوبو لپاره داسي کوم مناسب لوبغالي شتون نه درلود.
په افغانستان کې د فوټبال لپاره غوښتنه ډیره وه نو له همدي امله د فوټبال نړیوال فډراسیون د"ګول" د پروژې په پلي کولو سره یو باب لوبغالی د افغانستان په پلازمینه کابل کې جوړ کړ.
ددې پروژې د ودانولو چاري په کال ۲۰۰۸ کې پیل او د دوو کلونو په تیریدو سره په کال ۲۰۱۰ کې بشپړي شوې. دا لوبغالی په تدریجی ډول په یو سپورتي کمپلکس بدل شو چی دا مهال د فوټسال یو جمنازیوم، د ساحلی فوټبال یو لوبغالی او همدارنګه د لوبغاړو لپاره د یوې لیلیې در لودونکی ده. دا مهال دا ټولي اسانتیاوي د ګټي اخیستني لپاره چمتو دي او همدارنګه دا لوبغالی په یو وخت کې د ۶۰۰۰ مینوالو ظرفیت لري.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون لوبغالی وروسته له هغه چې په یو معیاري لوبغالي بدل شو، د فیفا او د آسیا دفوټبال فډراسیون لخوا تایید او د نړیوالو لوبو د کوربه توب اجازه ور کړل شوه. په کال ۱۳۹۲ کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله دیوې ملګریزي لوبي په ترڅ کې د پاکستان د فوټبال د ملي لوبډلي سره مخامخ شوه او د ۳-۰ پایلي په توپیر سره پاکستان سخته ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال لوبغالی د روشن افغانستان غوره لیګ څلورم فصل سیالیو کوربه توب ته پوره چمتووالی لري چی دا سیالی د وږي په ۵ نیټه پیلیږي. په زرګونو مینه وال به د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د خپلو لوبډلو د ملاتړ په خاطر په دې لوبغالي کې حضور پیداکړي.
ددې فصل د ډله ایز پړاو ټولي لوبي د کابل په وخت دمازدیګر په ۴ بجې پیلیږي.
لوبي په ژوندۍ او ځانګړي ډول له طلوع او لمر ټلویزیونو او همدارنګه ارمان او اراکوزیا راډیوګانو څخه خپریږي.او همدارنګه کولای شي دالوبي دافغانستان روشن غوره لیګ د یوټیوب په پاڼه هم وګورئ.www.youtube.com/afghanpremierleague