ریال مادرید هیڅکله په یوه کال کې درې سر په سر اتلولۍ نه دي تر لاسه کړې. خو د دې لوبډلې د مینه والو لپاره تر هغه هم بد خبر دا چې کیدای شي سږ کال یاده لوبډله حتی هیڅ کومه اتلولي تر لاسه نه کړي. په کوپا ډي ریل کې تر ماتې خوړلو وروسته او بیا په لالیګا کې له سخته لوبو سره د اروپا د اتلانو لیګ (چمپینز لیګ) د دې لوبډلې لپاره تر ټولو غوره چانس دی چې اتلولي په کې تر لاسه کړي.

څه وخت مخکې د دې لوبډلې مشر روزونکي ښاغلي رافا بینیټیز د خپل تاریخي ریکارډ یادونه وکړه چې په ۱۴ پر له پسې لوبو کې يي ماتې نه وه خوړلې خو اوس هغه وخت ډیر پخوا مالومیږي. په ځانګړي توګه د سیلیویا په وړاندې د ۳-۲ پایلې له ماتې وروسته او بیا تېره میاشت د بارسلونا په وړاندي د یادې لوبډلې له ماتې وروسته د ریال مادرید حالات اوس ډیر نازک ښکاري.

د دې لوبډلې د تر ټولو سرسختې سیالې بارسلونا په وړاندې له ۴-۰ ماتې وروسته د یادي لوبډلې مینه والو ته د دې ماتې برداشت کول ډیره سخته خبره وه. مینه والو د لوبډلې د روزونکې رافا بینیټز د ګوښه کېدلو غوښتنه وکړه خو له دې ماتې دوه ورځې وروسته د لوبډلې رئیس ښاغلی فلورینتو پریز مجبور شو چې له روزونکي څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. له هغه وخته وروسته بیا تر اوسه حالات سم نه بریښي او حتي د  حالاتو د ښه کیدلو څرک هم نه لګیږي.

کله چې له رافا بینیټز څخه ماډریډیانو ته د ده د پیغام په اړه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل چې: "غواړم دوی ته ووایم چې بارسلونا ته له ماتې وروسته موږ درې سر په سر لوبې ګټلې دي؛ موږ له هغه څه نه چې خلک فکر کوي ډیر ښه روان یو".