نن د ۱۳۹۸ کال د وږی د میاشتې په ۲۹ مه نېټه، د طوفان هریرود پياوړې لوبډله، چې سږ کال د اتلولي سرلیک مدافع لوبډله ده، د افغانستان غوره لیګ په تاریخ کې تر ټولو قوي لوبډلې، شاهین آسمایي، پر وړاندې د اتم څپرکې د اتلولې سرلیک لاسته راوړلو لپاره سیالي کوي. طوفان هریرود او شاهین آسمایي لوبډلي په داسې حال کې یو بل سره مخ کېږي، چي ډله‎ییزه او نیمه پای پړاو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لاره موندلې ده.

طوفان هریرود لوبډله، په ډله‎ییز پړاو کې سیمرغ البرز، موج های آمو او د میوند اتلان لوبډلو ته، او په نیمه پای سیالۍ کې د سپین غر بازان لوبډلې ته یو په زړه پورې سیالۍ کې ماته ورکړه. له بلی خوا، شاهین آسمایی هم خپل ډله کې ټولو سیالانو ته ماتې ورکونې سره، په بشپړه توګه ۹ امتیازونو سره نیمه پای پړاو ته لاره پیده کړه او په نیمه پای سیالۍ کې د سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکونې سره تر پایلني پړاو پورې روغ رمټ سفر وکړ. 

د شاهین آسمایي او د طوفان هریرود لوبډلو ترمینځ نننۍ لوبه د ماښام په ۵:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کېږي.

د پچې اچونې پر بنسټ، طوفان هریرود لوبډله په (الف) ډله کې د میوند اتلان، موج های آمو او سیمرغ البرز تر څنګ ځای درلوده او شاهین آسمایی لوبډله په (ب) ګروپ کې د عقابان هندوکش، سپین غر بازان او د اباسین څپې لوبډلو سره سیال و.

د نننۍ سیالۍ د منځګړیتوب لپاره د افغانستان بین المللی ریفري علیم آقا شیرزاد او د هغه مرستیالان، هر یو رضا محمدی، شریف سروری او ننګیالی سادات ټاکل شوي دي. د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې پایلنۍ سیالۍ د پای مراسم، د افغانستان دودیز سندرو او اجراګانو او یو شمیر په زړه پوري او ښکلې برنامو څخه وروسته پیل کېږي. 

نننۍ سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره خورا ارزښتمنه د، هره لوبډله چې د دغې سیالۍ ګټونکی شي، د اتلولې سرلیک خپل په نوم ثبت کوي. د طوفان هریرود لوبډله د افغانستان غوره لیګ د لومړۍ او اووهم څپرکې اتل، سږ کال ځوان او همدارنګه د ملې ټیم لوبغاړي هم په خپل لوبډله کې لري او تر ډیره بریده به زیار وباسي تر څو نننۍ لوبه کې بریا ترلاسه کړي. شاهین آسمایي لوبډله هم څلور ځلې د افغانستان غوره لیګ اتل پاتې شوی ده، یو همغږه، پیاوړې او ژمنه لوبډله ده او د اتلولي سرلیک بېرته ترلاسه کولو لپاره خورا زیار وباسي.

نننۍ سیالې تر دی دمه د اتم څپرکې تر ټولو حساسه او په زړه پورې سیالۍ ده او دواړه لوبډلي د بریا لاس ته راوړلو لپاره میدان ته ځي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼي کې په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښې لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ په اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.