د افغانستان غوره لیګ اتم فصل د ډله‌يیز پړاو په لسمه سیالۍ کې، د شاهین آسمایي پیاوړې لوبډلې د اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیاليو د لړ څخه یي بهر کړ.

د شاهین آسمایي لوبډله په داسې حال کې د اباسین څپې لوبډلې سره مخ شوه چې خپله لومړۍ سیالۍ د عقابان هندوکش او دویمه سیالۍ یي د سپین غر بازان له لوبډلو څخه ګټلې او له بلې خوا، د اباسین څپې لوبډلې خپلي دواړي سیالي د عقابان هندوکش او د سپین غر بازان لوبډلو پر وړاندې له لاسه ورکړې ده.

د شاهین آسمایي لوبډلې د خپل دوه مهمو بریاوو  په ترڅ کې راتلونکې پړاو ته تګ تر یو حده ممکن کړې ده او در یمه بریا به د دوی نیمه پای پړاو ته ورتګ حتمي کوي. 

لومړۍ نیمه د شاهین آسمایي لخوا ډېر په پیاوړتیا پیل شو او ډېر ژر، د سیالۍ په ۳ یمه دقیقه کې د خلیل احمد احدی له لوري د ښکلي ګول سره ۱-۰ مخکښ شول. د اباسین څپې لوبډلې، چې د لاسه ورکولو لپاره هیڅ څه نه درلوده، دغه سیالۍ یي هم ښه پیل نکړ. شاهین آسمایي خپل د پرله پسې بریدونو په ترڅ کې یو ځل بیا بریاليتوب لاس ته راوړ او په ۱۸ مه دقیقه کې زین الدین شریفي ښکلې ګول ترسره کړ. لومړۍ نیمه د ۲-۰ توپیر سره پای ته ورسېد.

د اباسین څپې لوبډلې، دوهمه نیمه یې د لومړۍ نیمې په پرتله ډېر ښه پیل کړه، د لوبې بشپړ کنټرول یی ترلاسه کړې وه، دوی وتوانېدل د شاهین آسمایي پر ګول جدي خطرونه رامېنځته  کړي، مګر د ګول په وهلو کې پاتې راغلل. د سیالۍ په ۸۶ مه دقیقه کې، یو ځل بیا د شاهین آسمایي لوبغاړې، رؤوف قادري، یو عالی ضربې سره په زړه پورې ګول ترسره کړ او د اباسین څپې لوبډلې لپاره کار لا سخته شوه. د اباسین څپې لوبډلې په ټول توان سره یی د شاهین آسمايي پر وړاندې بریدونه یی پیل کړل، مګر بیا هم بریالۍ نه شول چې کوم ګول ترسره کړي.

یو په زړه پوري سیالۍ د شاهین آسمایي په ګټه د ۳-۰ په توپیر پای ته ورسېده او نوید افغان، د شاهین آسمایي لوبډلې ګول ساتونکی د سیالۍ غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپور شو. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پاڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.