د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ډله‎ییز پړاو شپږمه سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۲۴ نېټه، د میوند اتلان او د اباسین څپې لوبډلو تر منځ په لاره اچول کېږي. دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو ترسره کېږي. 

د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې «ب» ډلې کې، د میوند اتلان په یوې سیالۍ کې د ۱۳۹۱ کال اتل، طوفان هریرود پر وړاندې د ۴ – ۲ پایلې سره درې امتیازونه ترلاسه کړي. که څه هم د اباسین څپې و نه شو کولای په خپلې لومړۍ سیالۍ کې د سیمرغ البرز پر وړاندې ښه ولوبېږي او د ۰ – ۱ پایلې سره یې له خپل سیال څخه ماتې وخوړل. 

د میوند اتلان د تېر کال دویم مقام ګټونکې لوبډله ده او سږ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره ډېره زیاته تمه لري. یادې لوبډلې د ځینې لوبډلو څخه غوره لوبغاړي خپل ترکیب کې جذب کړي. امرالدین شریفي، فردین حکیمي، او فرزاد عطایي درې هغه نامتو لوبغاړي دي چې سږ کال د میوند اتلان لپاره لوبېږي. 

د اباسین څپې تېر کال هم په ډله‎ییز پړاو کې ډېر ژر حذفه شوه او په پرله‎پسې توګه د دریم ځل لپاره یې پرته له کومې لاسته‎راوړنې د خپل لوبو لړۍ پای ته ورسول. یاده لوبډله یو ځل په ۱۳۹۲ کال کې د میوند اتلان پر وړاندې بریا سره د ډله‎‎ییز پړاو څخه تېره شوه. که څه هم، شپږم څپرکې کې د دې لوبډلې په ترکیب کې ګڼ‎شمېر بدلونونه راغلي. شمس الرحمن، د اباسین څپې لوبډلې مدیر وویل: «د اباسین نوي لوبغاړي د فوټبال ډېره ښه تجربه لري او ځینې یې په ملي لوبډلو کې هم لوبې ترسره کړي. دې ټکو ته پاملرنې سره او همدارنګه د لوبغاړو سترې انګېزې ته په کتو، د اباسین څپې په دې څپرکې کې نه ناکامه کېږي. موږ خپله بشپړه هڅه کوو تر څو د میوند اتلان لوبډله تم کړو.»

عبدالمقیم، تکړه ګول‎ساتونکی، محمد نواز، اېمل منګل، حسیب نورستاني، او منان عظیمي د اباسین څپې ځینې نامتو او غوره لوبغاړي دي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.