د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې وروستۍ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۷ نېټه، د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. ټاکل شوې د طوفان هریرود لوبډله د اباسین څپې پر وړاندې لوبه ترسره کړي. دواړې لوبډلې په «الف» ډلې کې ځای لري. 

له دې نه وړاندې، د اباسین څپې د شاهین آسمایي پر وړاندې خپلې لومړۍ کتنې کې د ۱ – ۰ پایلې سره ماتې وخوړل، په داسې حال کې چې دویمې کتنې کې د میوند اتلان پر وړاندې ولوبېدل او دې ځل یې هم د خپل قطعي ماتې څخه مخ‎نیوی و نه شو کړای. په دوهمې کتنې کې، د اباسین څپې ۶ – ۳ پایلې سره د میوند اتلان څخه ماتې وخوړل. د دوه ځل ماتې له کبله، دې لوبډلې و نه شو کولای کوم امتیاز ترلاسه کړي او په پرلپسې توګه د شپږم ځل لپاره د افغانستان غوره لیګ په ډله‎ییز پړاو کې حذفه شوه. 

بلې خوا ته، طوفان هریرود په خپلې لومړۍ کتنې کې د میوند اتلان پر وړاندې لوبه ترسره کړه او لوبه یې د سترې انګېزې سره پیل کړه، څرنګه چې د لومړۍ نیمې په څلورمې دقیقې کې یې یو ګول ترسره کړ خو په دوام کې بیا ډېره کمزورې ښکاره شوه او د ۴ – ۲ پایلې سره یې میدان خوشي کړ. که څه هم د سیمرغ البرز پر وړاندې دویمې کتنې، طوفان هریرود لږ ښه وځلېدل مګر بیا یې هم د لوبې ۱ – ۱ پایلې کې کوم بدلون راوېستای نه شو او په پای کې یې یو امتیاز په خپل نامه ثبت کړ. د یوې بریا او یو مساوي پایلې سره، طوفان هم په ډله‎ییز پړاو کې تم شو. طوفان هریرود تېر کال هم په ډله‎ییز پړاو کې حذفه شوه او نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره و نه موندل. 

د نن ورځې سیالۍ کې، د هیڅ یوې لوبډلې بریا نه شي کولای د هغو په برخه‎لیک کې کوم بدلون رامنځ ته کړي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ په آنلاین توګه دا سیالۍ د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.