د شمال د ټیم او د افغانستان د مرکز د ټیم د تګ لوبه، سیمرغ البرز او عقابان هندوکش د ۲۰۱۳ کال د وروستې نیمې د دور څخه د فوټبال د فدراسیون په استدیوم کې پیل شوه. د تیر کال د اتل مرستیال د یوې ستونزمنې لوبې څخه وروسته د طوفان هریرود په وړاندې د ډله ایز پړاو په وروستې لوبه کې چې د درې پر درې مساوې پایلې سره پای ته ورسیده، خپله پښه دي سیالې ته کیښوده. عقابان هندوکش هم د لوړې روحیه سره  او د هغه ټیم په توګه چې په ډله ایز پړاو کې یې هیڅ کومه ماته په خپله کارنامه کې نه درلوده د ډګر په بل اړخ کې حاضر و. هغوي خپل د لوبغاړو په تم ځای کې الیاس منوچهرې د سرمربې په توګه درلود چې د ډیرو لوبغاړو په نظر د دي دورې غوره مربې دی.

د لوبې په لومړیو ۲۰ دقو کې دواړو ټیمونو د یو بل په ماتې ورکولو باندې هڅه کوله په داسې حال کې چې هیڅ خطرناک موقیعت یې د یو بل په دروازه رانه وړه. په ۲۱مه دقه کې د عقابان د ټیم لوبغاړې عصیر د یو بې شانه  حرکت سره یې د سیمرغ ۵ مدافع شاته پریښودل تر هغې چې د دروازه په وړاندې یې شتون وموند وروسته د پښې د څنګ د یوې ښکلې ضربې سره د لوبې لومړې ګول یې ترسره کړ. لیدونکي د دې ګول څخه چې د لیګ تر ټولو غوره ګول وه ډیر په شوق راغلل.

یوازې څلور  دقې وروسته د سیمرغ برید کوونکی لوبغاړې، د سر د یوې ضربې سره غوښتل چې مساوې ګول د سیال دروازه ته ولیږې چې د عقابان د ټیم مدافع، امید عظیمې د اتلولې سره د توپ مخنیوی وکړ. فیاض په ۳۷مه دقه کې هم د یو بل فرصت خاوند شو په داسې حال کې چې په ۱۲ مترې فاصلې کې د توپ خاوند شو، د هغه شوټ د لعلی لخوا بیرته وګرځول شو، که څه هم د سیمرغ هڅې د لوبې د مساوې کولو لپاره په لومړې نیمه کې بې پایلې وې.

دوهمه نیمه هم سیمرغ ښه پيل نکړه. یو سرګردانه پاس د سیمرغ د مدافع څخه د عقابان چټک برید کوونکې لوبغاړې ته چې په مخالف اړخ کې د مدافعانو شاته د منډې په حال کې وه، ورسیده. دا برید کوونکې د سالنګې څخه پرته بل څوک نه وه چې ځان یې په مخامخه او یوازې شیبه کې د سیمرغ د دروازه ساتونکې سره ولیده هغه د کینې پښې د یوې ضربې سره توپ د دروازه ښې لور ته ولیږه او خپل ټیم یې دوه پر صفر پر مخ واچوه. وروسته له دې توپه هر وخت چې سالنګې د توپ خاوند کیده لیدونکې د زمری، زمری په ویلو سره هغه هڅوه.

زمری بیا هم په ۷۴مه دقه کې په یو یوازې او مخامخه شیبه کې شتون وموند. هغه د دروازه ساتونکې د دریبل په ځای د چیپ د ضربې وهلو ته پریکړه ونیوله چې له بده مرغه د هغه ضربه د ډیرې فاصلې سره د دروازه نه تیره شوه.

لس دقې وروسته فیاض عزیزی وکولاې شو یو خوړل شوې ګول جبران کړې. هغه د یو ښکلې ژور پاس سره په مخامخه او یوازې موقیعت کې د سیال د دروازه ساتونکې سره شتون وموند چې د پښې د دباندې د یوې ښکلې ضربې سره یې توپ په ګول بدل کړ . د دي ګول سره د سیمرغ شانس د راتګ په لوبه کې د پایلې د اخیستو لپاره ‌ډیر شو.

عقابان به د بیرته راتګ لوبه د یو لازیاد ګول په وهلو سره د سیمرغ په وړاندې پیل کړي. هغوي به د یو بریالیتوب او یا مساوې پایلې سره فینال ته ورسیږي. په داسې حال کې چې  سیمرغ باید د بیرته راتګ په لوبه کې د دوه ډیرو ګولونو د وهلو سره بریالی شي تر څو فینال ته ورسیږي او که سیمرغ د یو ‌لازیاد ګول د وهلو سره لوبه یوسې، وروسته له ۹۰مې دقې څخه لوبه اضافې وخت ته لیږل کیږي.
د وروستې نیمې د بیرته راتګ لوبې د طلوع، لمر، آرمان او آراکاوزیا راډیو ګانو څخه، او د یوتیوب څخه راتلونکې اونې د یکشنبه او دوشنبه په ورځو د غرمې وروسته ۲ بجې په ژوندې بڼه خپریږي.

تاسو کولاې شي د لوبې پوره ويډیو دلته ووینې.