شفق ایوبي، هغه لغمانی شپون چی په ننګرهار کې ژوند کوي. هغه تیر کال د "سپین غر بازان" لوبډلي لپاره ترټولو دپام وړ لوبغاړی وو. هغه ۲۰ کلن ده او دخپلي لوبډلي لپاره دبرید کوونکی په توګه لوبیږي.

شفق یوازي پنځه کاله وړاندي فوټبال پیل کړ خو دا دویم ځل دي چې هغه دروشن افغانستان غوره لیګ په لوبو کی ګډون کوي.

دشفق پلار دوه ځلي واده کړي ده او ۱۰ اولادونه لري چې ۸ زامن دي او ۲ لورګاني.

دهغه دکورنۍ غړي له فوټبال سره ډیره لیوالتیا لري او شفق هڅوئ تر څو د فوټبال لوبي ته دوام ورکړي. دی وایي چه دهغه ډیری وروڼه په فوټبال کې ډیرښه ول خو په هغه وخت کې د روشن افغانستان غوره لیګ په څیر ټورمنمټ نه وو تر څو هغوی وکولای شي خپله وړتیا دهمدې ټورنمنټ له لاري وښیئ، که نه هغوی به نن دافغانستان په ملي لوبډله کې لوبیدل.

شفق، دروشن افغاستان غوره لیګ دنورو لوبغاړو په څیر یو ښه پیل در لود. هغه له خپل ورور سره دوړکتوب ‌ډیر یادونه لري. هغه به  له خپل ورور سره پسونه او غواګانی څرولې او  وچه ډوډی او پیاز به دهغوی دغرمی ډوډی وه.

هغوی به هر کال داوړي په موسم کې دهوا دتودوالي له امله، له لغمان څخه کابل ته سفر کاوه.

شفق ایوبی د لیسې دوره دننګرهار په ولایت کی پای ته رسولې او اوس د التقوی پوهنتون داقتصاد پوهنځي دڅلورم سمستر زده کوونکی ده. هغه په پوهنتون کې هڅه کوي تر څو ځان فعاله وساتي او له درسونو څخه شاته پاته نشي. هغه په فوټبال سر بیره تکواندو هم کوی.

هغه یو نرم انسان دي او کله چې دهغه دراتلونکی په اړه ورنه پوښتنه وشوه هغه وویل:" کله چې مې مور تیر کال مړه شوه نو ما تصمیم ونیو چی دهغې ټولي هیلي چې زما د زده کړو پای ته رسول او په بانک کې کار کول وو، پوره کړم". مګر لومړی هغه غواړي، ووینئ چی هغه تر کومي کچي کولای شي فوټبال ته دوام ورکړي.

دروشن افغانستان غوره لیګ اصلی ټورنمنټ د وږي په ۵ نیټه پیلیږي.