شاهین آسمایي د یوه ۲۰ ورځني ګران تمریني اردو پړاو تېرونې وروسته، نن د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۶ نېټه، د دوشنبې په موخه سفر کوي. د شاهین آسمایي سیال، د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د تاجېکستان استازې، د خوسیلوټ لوبډله ده. 

شاهین د ۱۳۹۵ کال د سلواغې له ۱ نېټې څخه، د خپل روزونکي بویر اګمابرډیو تر څار لاندې په یوه قرنطین شوې سیمې کې خپل تمرینونه ترسره کوي. دا لوبډله د ۱۳۹۵ کال د سلواغې له ۱۲ نېټې څخه د سیالۍ تر پیل پورې، د تاجیکستان په دوشنبې هېواد کې ۵ ورځې نور هم د تمرین فرصت لري. 

د شاهین پېژندل شوی مهاجم، امرالدین شریفي، وویل، «که څه هم، دا سیالۍ کېدای شي زموږ یو له تر ټولو ګرانو سیالیو څخه ووسي مګر موږ د بشپړ ځواک او پوره چمتووالو سره د خوسیلوټ لوبډلې پر وړاندې لوبېدنې لپاره چمتو یو.»

تېرو ورځو کې، د شاهین روزونکي د دې لوبډلې پلویانو ته ډاډ ورکړ چې هغوی په بشپړه توګه چمتو دي او د دې سیالۍ لپاره ستره انګېزه لري. هغه وویل لوبغاړو د خپل فزیکي تمرینونو، د برید او ضد بریدونو، او همدارنګه د دفاعي کرښې تمرینونو لپاره کافي وخت درلود. 

د دې دوو لوبډلو لومړنې سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ نېټه، د تاجیکستان پر وخت له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو، د دوشنبې ښار په جمهوري لوبغالې کې ترسره کېږي. 

ښاغلی ضیا آریا، د افغانستان روشن غوره لیګ مرستیال کمېشنر د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۲ نېټه، د دوشنبې ښار په موخه سفر وکړ تر څو د آسیا کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام د تاجېکستاني لوبډلې له چارواکو سره د اړینو هماهنګیو په اړه اړینې خبرې اترې ترسره کړي. 

زموږ سره پاته شئ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام په بهیر کې د شاهین آسمایي د تمرینونو او چمتووالې په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې www.afghanpremierleague.com او یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلو د انځورونو نندارې لپاره، د غوره لیګ اینسټاګرام پاڼه afghanpremierleague.official لایک کړئ!