د هېواد د سهیل زون استازې، د میوند اتلان لوبډلې او د سپین‎غر بازان تر منځ د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې نیمه‎پایلني پړاو راتګ سیالۍ نن، د ۱۳۹۶ کال د تلې په ۲۷ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون سټوډیوم کې په لاره اچول کېږي. 

تېره اونۍ، په افغانستان کې د فوټبال مینه‎والو وروسته له ۴۰ کلونو د هېواد فوټبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د شپې له‎خوا د فوټبال سیالۍ ننداره کړې. د فوټبال زرګونو مینه‎وال د دې سیالۍ نندارې لپاره سټوډیوم ته راغلي وه او دا بهیر د هېواد د ننه او بهر کې د ګڼ‎شمېر افغانانو له‎خوا وستایل شو. 

د سپین‎غر بازان لوبډله روان څپرکې کې د خپل پیاوړي سیال، د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې ډېره بختوره څرګنده نه‎شوه. په داسې حال کې چې د بازان سیال د خپل تکړه لوبغاړو سره په اوسني څپرکې کې هم په پرلپسې توګه د دوهم ځل لپاره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. بازان په خپلې لومړې سیالۍ کې د ګڼ‎شمېر بریدونو او ضد بریدونو ترتیب سربېره هم د ۲ – ۰ ماتې سره مخامخ شوه. که څه هم، دا لوبډله اوس هم یو ډېر اړین فرصت په واک کې لري. د نن ورځې سیالۍ کې د سپین‎غر بازان اړ ده چې لږ تر لږه ۳ – ۰ پایلې سره خپل سیال، د میوند اتلان ته ماتې ورکړي تر څو وروستي پړاو ته لاره ومومي. 

بلې خوا ته، د میوند اتلان لوبډلې نیمه‎پایلني پړاو کې خپلې لومړۍ کتنې کې خپل سیال، د سپین‎غر بازان لوبډلې ته د هیلې هیڅ یوه کړکۍ خلاصه پرې‎نه‎ښودل. څرنګه چې، د ۲ – ۰ پایلې سره یې حتی په راتلونکې سیالۍ کې ځان تر یوه حده پورې خوندي کړ تر څو د هیڅ ډول ناببره پېښې سره مخامخ نه‎شي. که څه هم، اوس لا د قضاوت لپاره وختي دی. تېره اونۍ، د اتلان لوبډلې دوه اړین ګولونه، د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې بهیر کې د یادې لوبډلې دوه تکړه بریدکوونکو، فیض محمد فیض او امرالدین شریفي ترسره کړه. 

د بویر اګمابرډیو او همدارنګه د نورو افغان او تاجیکستاني روزونکو تر څارنې لاندې چې فیفا او آسیا فوټبال کنفدراسیون له‎خوا د روزنولۍ جواز لري، د اتلان لوبغاړي په شپږم څپرکې کې ډېر پیاوړي ښکاره شوه. اتلان لوبډله تر اوسه پورې هیڅ بایله نه لري. اوس‎مهال د نن ورځې سیالۍ کې دا لوبډله د مساوي پایلې او یا کم تر کمه د خپل سیال په پرتله یو زیات ګول سره پایلني پړاو کې د ګډون جواز ترلاسه کولای شي. 

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د پېښو په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه او د (www.youtube.com/afghanpremierleague) یوټیوب پاڼې کې د لاسرسۍ وړ دي. همدارنګه، د خپلې خوښې وړ لوبډلو او لوبغاړو د تازه انځورونو نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ.