د افغانستان فوټبال هیئت د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۱۲ نېټې د انګلیس هېواد څخه کتنه وکړه. دا سفر د فوټبال په برخه کې د دې دوو هېوادونو د همکارۍ د یوې برخې په توګه وو چې تېر کال یې بنسټ کېښودل شو. دا سفر د انګلیس د فوټبال اتحادیې، د انګلیس غوره لیګ، د افغانستان فوټبال فدارسیون، او افغانستان غوره لیګ تر منځ د فوټبالي ګډون یوه اړینه برخه وه. دا ګډه همکاري د ۱۳۹۲ کال د لیندۍ په میاشت د انګلستان صدراعظم، دیوید کامرون له خوا په هلمند کې پيل شوه. 

د دې هیئت مشري د افغانستان فوټبال فدراسیون رییس، کرام الدین کرام او د افغانستان روشن غوره لیګ کمیشنر، شفیق ګوهري په غاړه وه. دې سفر د ملي فوټبال او حرفوي لیګ په برخه کې د انګلیس د مدیریتی سوداګرۍ څخه د زده کړې لپاره غوره فرصتونه برابر کړي چې په افغانستان کې د فوټبال ورزش د ودې لپاره ګټور دي.

دا سفر د لندن د داونینګ سړک څخه پيل شو. د دې هیئت لومړۍ کتنه د انګلیس صدراعظم، دیوید کامرون سره وه، هغه کس چې د افغانستان د فوټبال څخه یې د پام وړ ملاتړ ښودلی.

وروسته له هغې د انګلیس حرفه یي لیګ مرکزي اداره د افغان هیئت کوربه وه. همدارنګه په همدې ورځ د دې هیئت غړي د لندن په ومبلي سټدیوم کې د انګلیس او ناروې ملي ټیمونو د دوستانه لوبې شاهد ول. دا لوبه په ۶۸ دقه کې د ون روني د پنالټي ضربې له امله د یو صفر پایلې سره پای ته ورسېده.

د دې دوستانه لوبې څخه وروسته دې هیئت د انګلیس غوره لیګ رییس، ریچارد اسکودمور سره کتنه درلوده. د دې کتنې لاسته راوړنه د انګلیس غوره لیګ تاریخچې، مدیریت، جوړښت، د انګلیس غوره لیګ له خوا د ځوانو لوبغاړو د پرمختګ ډول، او د سیمه اییزو او نړیوالو بنسټونو سره د دې لیګ د همکارۍ سره پېژندنه وه. 

د افغانستان غوره لیګ د کمېشنر مرستیال، عمر اکبر د خپلو خبرو په ترڅ کې ووېل: " د انګلیس غوره لیګ د فوټبال او رسنیو تر منځ یو بریالی ګډون پيل کړ. دا هغه موخه ده چې د افغانستان غوره لیګ یې اوس مهال په افغانستان کې څېړي. د افغانستان غوره لیګ کولای شي د انګلستان غوره لیګ د ۲۲ کلنې تجربې څخه ګټه واخلي. په افغانستان کې د دې څانګې د پرمختګ لپاره کولای شو د دې تجربو څخه د ګټورو قوانینو او مقرراتو په توګه ګټه واخلو."

په دریمه ورځ، د افغانستان فوټبال هیئت ومبلي سټدیوم ته راوګرځېد. د انګلستان د فوټبال اتحادیې سره د نن ورځې د خبرو اترو موضوع په انګلیس کې د فوټبال د پرمختګ څرنګوالی وو. د انګلیس فوټبال اتحادیه، په نړۍ کې د فوټبال لومړنۍ اتحادیه ده چې په ۱۲۴۲ کال کې جوړه شوه.

په راتلونکې ورځ افغان هیئت د انګلستان د فوټبال فدارسیون ملي مرکز، سنت جورجز پارک څخه کتنه وکړه. هغوي د انګلیس نارینه ملي ټیم د تمرین شاهد ول. په پای کې هغوي د لېورپول مخکېني برید کوونکي لوبغاړي او د انګلیس فوټبال اتحادیې اوسني سفیر، مایکل اوون سره هم کتنه درلوده.

په لندن کې د سفر په پنځمې ورځ د فارسي بي بي سي سرویس او افغان هیئت تر منځ دوستانه لوبه ترسره شوه. د افغانستان ملي ټیم مربي ښاغلی کارګر او پلاوی هیئت په انګلستان کې د میشتو افغانانو افتخاري مېلمانه ول په داسې توګه چې وتوانېدل په انګلیس کې د میشتو افغانو هیله مندو ځوانانو لوبه هم وویني.

اوترافورد، د منچستر یونایتد سټدیوم، سره شیطانان، د هیئت راتلونکې موخه وه. همدارنګه هغوي د ساکرس د فوټبال فستیوال څخه چې د الاتحاد منچستر سیتي په لوبغالي کې په لاره واچول شو، هم کتنه وکړه. دا هیئت د ۵ کسیزه ټیمونو د هغه حیرانوونکي لوبې شاهد هم وو چې د نړۍ غوره لوبغاړو لکه لویس ساها، فاستینو آسپریلا، جري لیتمنین او جي جي اوکاچا په کې ګډون درلود.

په اوومه ورځ هیئت د ساکرس په نړیوالې پرانیستنې کې شتون وموند. دا پرانیستنه تر ټولو لویه سوداګریزه فوټبالي پېښه ده چې د شبکې جوړونې، زده کړې او سوداګرۍ لپاره د فوټبال زرګونه لوړ پوړي پریکړه نیونکي راغونډوي. 

د افغان هیئت سفر د منچستر سیتي لوبغالي، د الاتحاد سټډیوم او د دې لوبغالي د فوټبال اکاډمۍ په شان امکاناتو په لیدو سره پای ته ورسېد. 

همدارنګه هغوي د منچستر سیتي د ښځینه وو فوټبال ټیم څخه هم کتنه وکړه.