پیټر شګرټ له هغه وروسته چې د ده تر روزنې لاندې د افغانستان لوبډلې د بوتان په وړاندې د ۳-۰ په پایلې سره بریا تر لاسه کړه، له رسنیو سره خبرې وکړې. د یادې لوبې په ګټلو سره افغانستان وکولای شول چې د سویلي آسیا د فوټبال اتلولیو نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي.

"موږ باید د بوتان احترام وکړو ځکه دوی ډیره ښه لوبه تر سره کړه. دا د افغانستان د فوټبال د لوبو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانستان په نړیوالو لوبو کې درې سر په سر بریاوې تر لاسه کوي."

"موږ بریدګره لوبه تر سره کوو او د مالدیف یا هند یا بلې هرې لوبډلې په وړاندې به خپل سیسټم ته بدلون ورنه کړو. زه هر وخت غواړم اول واوسم او دا زما لپاره تر ټولو ساده او آسانه فلسفه ده."

شګرت همدارنګه د خیبر امانی په اړه وویل چې دی په اماني باندي د یو ښه لوبغاړي په توګه باور لري خو په عین وخت کې باید نورو لوبغاړو ته هم په مساوي توګه پاملرنه وشي.

افغانستان به خپله راتلونکې لوبه د مالدیف هیواد په وړاندې تر سره کوي. د یادې لوبې پایله به دا روښانه کړي چې له ب ګروپ څخه کومه لوبډله د اولې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي. تاسو کولای شئ دا لوبه د طلوع او لمر ټلویزیونونو له لارې په ژوندۍ بڼه وګورئ.